د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د چين، پاکستان او طالبانو ګډه اعلاميه؛ له امنيتي ګواښونو سره د مبارزې غوښتنه شوې


په اسلام اباد کې د مې په ۶مه درې اړخیزه غونډه. د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، منځ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او چپ لور ته د چین د بهرنیو چارو وزیر ګانګ.
په اسلام اباد کې د مې په ۶مه درې اړخیزه غونډه. د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، منځ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او چپ لور ته د چین د بهرنیو چارو وزیر ګانګ.

د چین، پاکستان او طالبانو په ګډه اعلامیه کې د هغو امنیتي ننګونو د مقابلې غوښتنه شوې چې د نړۍ امنیت ګواښي.

چین، پاکستان او د طالبانو حکومت د هغو امنیتي ننګونو سره د مقابلې پر اړتیا ټینګار کړی چې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي او د ټولې سیمې پر ثبات او اقتصادي هوساینې مستقیمه اغېزه کوي.

دوی په اسلام‌اباد کې له درې اړخیزې غونډې وروسته چې د مې په ۶مه نېټه یې کړې، تېره شپه په یوه ګډه اعلامیه کې لیکلي، د تحريک طالبان پاکستان، شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو په شمول هيڅ فرد، ډلي او جهت ته اجازه نه ورکوي چې د کوم لوري قلمرو د سيمې امنيت او ګټو ته زيان رسولو او ګواښلو لپاره وکاروي او يا ترهګريز کړنې او فعاليتونه وکړي.

پاکستان، تحریک طالبان پاکستان ډله او چین، د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ خپل ملي امنیت ته ګواښ بولي او دواړه هېوادونه اندېښمن دي چې د دې دواړو ډلو وسله‌وال افغانستان کې خوندي پټن‌ځایونه لري، خو طالبانو یې دا اندېښنې رد کړي دي.

د پاکستان حکومت پر ضد جنګېدونکې وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان
د پاکستان حکومت پر ضد جنګېدونکې وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان

په اعلامیه کې د افغانستان سولې، ثبات او بيارغونې ته د ودې ورکولو په اړتیا هم ټینګار شوی دی او زیاتوي: "ټولو وزیرانو هوکړه وکړه چې د افغانستان د بیارغونې، صنعتي کولو او د کار پیدا کولو په هدف د درې اړخیزې پانګونې د امکاناتو د لټولو په برخه کې د لا زیاتو مرستو په اړه غور وکړي."

اعلامیه کې د سیمه‌ییز اتصال د مرکز په توګه د افغانستان له ظرفیت د ګټې اخيستنې، د یو کمربند او یوې لارې د نوښت تر چتر لاندې د درې اړخیزو همکاریو د لا پراختیا او افغانستان ته په ګډه د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز غځېدو او تر څنګ یې د ګوادر بندر له لارې د ټرانزیټي سوداګرۍ په پراختیا د موافقې خبره شوې.

د چین، پاکستان او د طالبانو د حکومت په ګډه اعلامیه کې له افغانانو سره د دوامداره او بېړنیو بشري مرستو په اهمیت ټینګار شوی او تر خوا یې غوښتنه شوې چې له افغانانو سره بشردوستانه ملاتړ باید له هر ډول سیاسي مسایلو لرې پاتې شي.

اعلامیه کې راغلي، درې واړو لوریو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو حکومت سره رغنده تعامل وکړي.

خو داسې مهال چې د طالبانو اوسني رژیم د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار، په دوی د لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو د لېرې کولو او هر ډول بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې خپلې ژمنې نه‌دې پوره کړې، اعلامیه کې یو ځل بیا یادونه شوې چې د طالبانو حکومت په دې برخه کې ژمنې کړې او پکار ده چې نړیواله ټولنه ورسره مرسته وکړي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتوني زده کړو مخه ونیوله.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتوني زده کړو مخه ونیوله.

د چین، پاکستان او د طالبانو حکومت په اعلامیه کې همدا ډول د امنیت، سازمان شویو جرمونو، نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي او یو شمېر نورو برخو د همغږۍ او همکارۍ په اړه د هوکړې یادونه شوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن رسنیو ته استول شوې پیغام کې ویلي، په دې اعلامیه کې مهمو موضوعاتو ته اشاره شوې.

نوموړي ويلي: "درې اړخیزه اعلامیه چې په هغې کې د افغانستان، چین او پاکستان اقتصادي ګټې، همکارۍ، په تجارتي او ټرانزیټي برخه کې پرمختګونه او په سیمه کې هغه مسایل چې د ثبات او ملي امنیت لپاره مهم دي د هغوی په برخه کې د همکاریو او ژمنتیاو تر سره کول مهم ټکی و."

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د دوی اوسني رژیم تر ډېره له پاکستان او چین سره په اړیکو اتکا کړې او په ځلونو یې په ځانګړي ډول له چین غوښتنه کړې چې د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې لاسنیوی وکړي.

خو اقتصاد پوهان اندېښنه ښيي چې په چین اقتصادي تکیه به افغانستان د پاکستان، سریلانکا او یو شمېر نورو هېوادونو په څېر درنو پورونو کې ډوب کړي چې راپورته کېدل به یې سخت وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG