د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

امیرخان متقي: د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي باید خبرو ته سره کېني


ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي
ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان باید خبرو ته سره کېني.

امیرخان متقي وايي، هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي.

متقي دا خبره د اسلام‌اباد د ستراتیژیکو څېړنو په انسټېټوټ کې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې د طالبانو حکومت د ټي‌ټي‌پي په شمول د نورو وسله‌والو او ترهګرو ډلو پر ضد څه کوي؟

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د تحریک طالبان پاکستان اوږده سابقه یاده کړه او ویې ویل، په کار ده چې د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي خبرو ته سره کېني.

نوموړي وويل: "اسلامي امارت خپل مسوولیت ادا کړی دی. اسلامي امارت وکولای شول چې د پاکستان حکومت او هغوی (ټي‌ټي‌پي) مخامخ سره کېنوي. د خبرو کوربه‌توب یې وکړ، مذاکرات وشول. له دې هاخوا ټي‌ټي‌پي کوم داسې یو تحریک نه‌دی چې په تېرو دوو کلونو کې را پيدا شوی وي. دا کلونه سابقه لري."

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو څو میاشتې وروسته د ټي‌ټي‌پي او اسلام‌اباد ترمنځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

د دې مذاکراتو په نتیجه کې د دواړو خواوو ترمنځ اوربندونه وشول، چې وروستی هغه یې د ۲۰۲۲ز کال تر نومبره ټينګ و، خو پر هغې سربېره په پاکستان کې حملې روانې وې.

پاکستاني چارواکي تور لګوي چې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې امن پټنځایونه لري او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر پاکستان باندې بریدونه دوه چنده شوي.

د پاکستان حکومت تور لګوي چې اکثر دا بریدونه د افغانستان له خاورې پلانېږي، هغه تور چې طالب چارواکو په کلکه رد کړی دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تېره میاشت امریکا غږ سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال په افغانستان کې دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف

متقي وویل، حکومت یې نه‌غواړي په ګاونډي هېواد پاکستان کې د چا وینه تویه شي، ځکه د ده په خبره د سیمې ثبات د افغانستان لپاره مهم دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي اسلام‌اباد ته د سفر پر مهال د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو بلاول بوټو زرداري او چین کانګ سره هم ګډه درې اړخیزه غونډه درلوده.

دا ناسته که څه هم د مې په شپږمه شوې وه، خو ګډه اعلامیه یې د متقي د سفر په پای د مې په اتمه خپره شوه.

په اعلامیه کې راغلي درې واړو ټینګار وکړ چې خپلې خاوره کې به د تحریک طالبان پاکستان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په شمول، هېڅ ډلې یا فرد ته د ترهګریزو او ګواښوونکو کړنو اجازه نه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG