د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

زرداري: پاکستان د همکارۍ، باور او درناوي په روحیه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره د خبرو پر مهال
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره د خبرو پر مهال

په افغانستان د طالبانو حکومت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون یکشنبې په غونډه کې پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړې.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پاکستان ته د سفر په ترڅ کې پرون یکشنبې د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوتو زرداري سره وکتل.

زداري د دغې کتنې په اړه په یوه ټویټ کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر رسمي ټویټرپاڼه خپور شوی ویلي: "خوښ یم چې نن په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کوربه‌توب کوم. د امنیت، سوداګرۍ او د اتصالي مسایلو په ګډون د متقابل اهمیت پر ټولو برخو هر اړخیزې خبرې ترسره شوې. پاکستان د همکارۍ، باور او درناوي په روحیه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی."

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد بیا پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او مل پلاو یې په دغه دوه اړخیزه ناسته کې د افغانستان ـ پاکستان پر اړوندو سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي اړیکو او په دغو برخو کې د لازمو تسهیلاتو د رامنځته کولو په باب هر اړخیزې خبرې کړي.

په دې اړه چې ایا د دواړو لوريو ترمنځ څه هوکړې هم شوې کنه، د طالبانو او پاکستاني لورو نور جزيیات نه‌دي ورکړي.

تر دې مخکې متقي پاکستان ته په دغه سفر کې چې د می له ۵ نېټې یې پیل کړی او د می تر نهمې نېټې به دوام وکړي، د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره د جلا غونډې او د پاکستان، چین او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې پر ګډون سربېره، د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره هم کتلي او د شنبې په ورځ یې د پاکستان د یو شمېر سیاسي او مذهبي ګوندونو له مشرانو سره ناسته ترسره کړه.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال

د بهرنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، د ګوندونو له مشرانو سره په ناسته کې په افغانستان کې د شویو پرمختګونو او د افغانستان پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پر ګڼو مسایلو خبرې وشوې.

امیرخان متقي له مولانا فضل الرحمن، سراج الحق، محمود خان اڅکزي، ایمل ولي خان او د یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو مشرانو سره د لیدنې پرمهال.
امیرخان متقي له مولانا فضل الرحمن، سراج الحق، محمود خان اڅکزي، ایمل ولي خان او د یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو مشرانو سره د لیدنې پرمهال.

د سیاسي چارو شنونکی شفیق همدرد وایي، په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې د پاکستان سیاسي، قومي او مذهبي ګوندونو د افغانستان اړوند مسایلو کې تل اختلافات درلودل او ډېر ځلې نه‌دي لیدل شوي چې مشران یې د یوه میز ترشاه سره کېني.

همدرد ازادي راډیوته وویل، دغه کتنه د دې څرګندونه کوي چې پر دغو ټولو ګوندونو د پاکستان پوځ او د استخباراتو اداره نفوذ لري او متقي ته دوی ټول د دې لپاره راغونډ کړای شوي، تر څو هغه ستراتېژیکې او اوږدمهاله ګټې چې پاکستان یې په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې لري، د دغسي تعامل له لارې یې هم ترلاسه کړي.

شفیق همدرد
شفیق همدرد

نوموړی وايي: "کومو کسانو چې متقي سره کتلي دي، پر یوه پیج یا صفحه د دغو خلکو راټولول او هغه هم د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کېنول، دا په ډاګه کوي چې په پاکستان کې په ټولو ګوندونو باندې د پاکستان د پوځ په ځانګړې توګه د استخباراتو د ادارې نفوذ یې ښکاره دی. ځکه کله هم په یوه پیج یا یوه صفحه یا یوه کتار مذهبي ګوندونه او قومي ګوندونه سره نه‌دي راټول شوي. ځکه د دوی دغه موقفونه هم په تېرو تقریباً څلور څلوېښت کلونو کې ډېر زیات د افغانستان په اړه متفاوت و."

د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په دې غونډه کې د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام د ګوند د بنسټ ایښودنکي مولانا فضل الرحمن چې اوس د پې ډي ایم په نوم د اپوزیسیون د ګډ ایتلاف مشري کوي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرمحمود خان اڅکزي، د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشرسراج الحق او د پښتونخوا ایالت لپاره د عوامي نېشنل ګوند د مشر اېمل ولي خان په شمول د یو شمېر ګوندونو مشرانو برخه اخیستې وه.

متقي داسې مهال له پاکستان څخه رسمي کتنه ترسره کوي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې ښکاري.

اسلام اباد د طالبانو له سرپرست حکومت څخه په کراتو کراتو غوښتنه کړې چې د پاکستان د تحریک طالبان ډلې، ټي ټي پي وسله‌والو ته دې اجازه نه ورکوي چې له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه ترسره کړي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت تل رد کړې او ویلې یې دي، د افغانستان له خاورې به چاته اجازه ورنه‌کړي چې نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه کړي.

د ټي ټي پي وسله وال غړي
د ټي ټي پي وسله وال غړي

د راپورونو له مخې پاکستان ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي رسمي سفر ته د ملګروملتونو د بندیزونو کمېټې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي په غوښتنه اجازه ورکړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG