د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

رسنۍ: ملګرو ملتونو له طالبانو د اعدام، دُرو وهلو او سنګسار د درولو غوښتنه کړې


ارشیف: د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې په کابل کې د دوی د شرعي حدودو له تطبیقه یو انځور
ارشیف: د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې په کابل کې د دوی د شرعي حدودو له تطبیقه یو انځور

لاس انجلس ټايمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو پر پروني راپور لیکنه کړې ده.

په لیکنه کې راغلي چې ملګرو ملتونو د طالبانو پر حکومت له دې کبله نیوکه کړې چې واک ته له رسېدو وروسته یې افغانانو ته د اعدام، دُرو وهلو او سنګسار سزاوې ورکړي دي.

لاس انجلس ټایمز د اسوشېټېډپریس خبري اژانس په حواله لیکلي چې ملګرو ملتونو له طالبانو د دې ډول کارونو د درېدو غوښتنه کړې ده.

په لیکنه کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ویل شوي، بدني سزاوې د شکنجې ضد کنوانسیون خلاف عمل دی.

ملګرو ملتونو پرون دوشنبه په افغانستان کې بدني مجازات او د مرګ سزا په نوم خپل راپور کې وویل، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته یې د بدني یا فزیکي سزاګانو ۶۱ پېښې مستندې کړي دي.

په راپور کې راغلي، دا سزاوې د تېر ۲۰۲۲ کال له نومبر میاشتې وروسته ډېرې شوي دي.

په تېر نومبر میاشت کې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده قاضیانو ته په یوه غونډه کې وویل، په مجرمانو قصاص او شرعي حدودو عملي کړي.

لاس انجلس ټایمز لیکلي، سره له دې چې طالبانو ابتدایي ژمنې کړې وې چې دا ځل به د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په څېر خلکو ته په عام محضر کې فزیکي سزاوې نه ورکوي، خو د ورځپاڼې په باور د همغه ۲۰۲۱ کال د اګست له نیمایي راهیسې چې طالبان واک ته ورسېدل، دا ډول سزاوې پیل شوې.

طالبانو د ملګرو ملتونو د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې حدود او قصاص نه یوازې مجازات بلکې د دوی په باور د الهي قوانینو پلي کول دي.

نيوز انټرنېشنل:

د پاکستان انګلیسي ژبې ورځپاڼې نیوز انټرنېشنل د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي هغه خبرې رااخیستې چې ویلې یې دي، ټي‌ټي‌پي او د پاکستان حکومت دې خبرو ته کېني.

د ورځپاڼې په لیکنه، متقي دغه څرګندونې پرون دوشنبه په اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته داسې مهال کړي چې د پاکستان په شمال او جنوب لوېدیځ کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

تر دې وړاندې هم څو ځله تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د افغانستان د طالبانو د حکومت په منځګړیتوب د پاکستان له حکومت سره خبرو ته ناست دي، خو دایمي حل لارې ته نه‌دي رسېدلي.

که څه هم د پاکستان چارواکو تر دې مخکې ویلي چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد فعالیت کوي، خو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي دي.

نیوز انټرنېشنل د امیرخان متقي دا خبرې هم را اخیستي چې ویلې یې دي، پاکستان کې د تېرو دو لسیزو ترهګریزو حملو له کبله ۸۰ زره کسان مړه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG