د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

چارواکي: په خيبر پښتونخوا کې د انتحاري بريد له کبله ۲۳ سرتېري ټپیان شوي


ارشیف
ارشیف

په خیبرپښتونخوا ایالت کې د امنیتي ځواکونو پر یو کاروان په انتحاري برید کې ۲۳ پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي.

خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان سیمې استخباراتي چارواکي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې په دې سیمه کې د امنیتي ځواکونو د موټرو پر کاروان د یوه انتحاري برید په نتیجه کې ۲۳ پاکستاني سرتېري ټپیان شوي.

دا برید پرون سهار په هټیاله نومې سیمه کې په داسې حال کې وشو چې پر موټرسایکل سپاره بریدګر ځان د امنیتي ځواکونو د کتار په منځ کې والوځاوه.

د چارواکو په وینا، دا کاروان له دېره اسماعیل خان څخه د جنوبي وزیرستان پر لور په حرکت کې و.

چارواکي همداراز وايي چې ټپي شوي سرتېري د سیمې پوځي روغتون ته بیول شوي او په سیمه کې د پلټنې عملیات روان دي.

د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو له دې مخکې دا ډول حملې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي وسله والو کړي.

له دې مخکې د روانې مې میاشتې په ۲۴مه د ۳ سرتېرو په ګډون ۴ کسان د شمالي وزیرستان په دته خېلو سیمه کې په یوه انتحاري حمله کې وژل شوي وو، او له هغه مخکې د فبروري په ۱۱مه نېټه د کجوري پوستې ته نژدې پر هغه پوځي کاروان انتحاري حمله وشوه چې د سیمې د تېلو د یوه شرکت امنیت یې نیولی و.

د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي

په دې برید کې درې تنه مړه او ۲۲ نور ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو پرون شنبې د دې هېواد په شمال کې د چین سرحد ته نژدې د واورې د ښویېدو یا برفکوچ پېښه کې د یوولسو کسانو د مړینې خبر ورکړ.

د جرمني د خبري آژانس د راپور له مخې دا پېښه د ګلګیټ، بلتستان په استوره نومې سیمه کې هغه مهال وشوه چې یوشمېر شپانه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د سفر په حال کې وو.

د پاکستان د توریزم د پولیسو ویاند زیارت علي آژانس ته ویلي چې پېښه پرون سهار وشوه او په یوولسو مړو کې یې درې ښځې هم شاملې دي.

د نوموړي په وینا په برفکوچ کې ۱۲ نور کسان هم ټپیان شوي.

د زیارت علي په وینا، له خرابې هوا سره سره په سیمه کې د ژغورنې لپاره عملیات روان دي، ځکه د پېښې پرمهال ۳۴ تنه شپانه له خپلو کورنیو سره د سفر په حال کې وو او تراوسه معلومه نه ده چې ماشومان هم په دې ډله کې شته که نه.

په دې سیمه کې دا برفکوچ د درنو واورو له ورېدو وروسته راغلی چې د څارونکو په نظر علت یې اقلیمي بدلون دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG