د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

پر پاکستانیو ځواکونو د بریدونو دوام؛ بلوچستان کې ۷ سرتېري وژل شوي


آرشیف
آرشیف

پاکستاني چارواکي د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په څو حملو کې د استخباراتو، پوځ او سرحدي ملېشو سرتېرو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.

د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان ایالت کې اوه پوځیان چې سرحدي ملېشه او امنیتي سرتېري په کې دي د وسله والو په یوه کمین کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر پرون په یوه بیان کې وویل چې دا سرتېري پرون پنجشنبې هغه مهال ووژل شول، چې وسله والو د بلوچستان په اورماړي سیمه کې د دوی د موټرو پر کتار د ماشینګڼو او راکټ لانچرو برید وکړ.

چارواکي وايي چې دا سرتېري له ګوادر څخه د کراچۍ پر لور روان وو.

د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو په بلوچستان ایالت کې له څو کلونو راهیسې د بلوڅ بیلتونپالو مبارزه د حکومت پرضد روانه ده.

همداراز د جنوبي وزیرستان په شکتوی سیمه کې د چارشنبې په ورځ د رېموت کنټرول په وسیله د یوه بم په چاودنه کې اوه تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستانیو پوځیانو قطار-ارشیف
په شمالي وزیرستان کې د پاکستانیو پوځیانو قطار-ارشیف

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي، د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، پوځي موټر په سیمه کې د ګزمې په حال کې وو چې چاودنه پرې وشوه.

هغه زیاته کړه: "داسې و، چې دوی ګزمه کوله، په مخکینی موټر کې د پوځ یو تورن ناست و، نو پر هغه د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه، دوهم موټر ورپسې راروان و، چې هغه هم لږ را تېر شو چې له دوی سره مرسته وکړي نو چې راورسېد چاودنه پرې وشوه، زیات کسان په دوهم موټر کې دي."

د دې حملو مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلی دی.

د پاکستان پوځ همداراز ویلي دي چې یو سرتېری یې د باجوړ ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې په یو جلا برید کې وژل شوی دی.

د دې حملې مسوولیت هم تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې پر خپله ټویټر پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې پر دې سرتېري د افغانستان له خاورې ډزې شوې دي.

XS
SM
MD
LG