د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

په کورمې اېجنسۍ کې بمي چاودنو ۴ پاکستاني پوځیان ووژل


افغان پولې ته څېرمه د کورمې اېجنسۍ په قبایلي سیمه کې د پاکستان پر ملېشه ځواکونو چاودنې شوي چې د چارواکو په وینا هغوی ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورمې اېجنسۍ ځايي چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ د دې اېجنسۍ په خرلاڅۍ سیمه کې پر ملېشه ځواک پرله‌پسې درې چاودنې شوي چې په نتیجه کې یې د دغه ځواک د یوه افسر په ګډون څلور پوځیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، پر ملېشه ځواک لومړۍ چاودنې دوه پوځیان وژلي او يو ټپي کړی و چې تر لومړۍ هغې وروسته په همغه ځای کې يوه بله چاودنه کې يو بل پوځي ژوبل شو.

چارواکي وايي چې تر دوو چاودنو وروسته چې کله نور سرتېري د پېښې ځای ته ورغلل، نو درېیمه چاودنه پرې وشوه چې د یوه افسر په ګډون په‌کې دوه نور پوځیان هم ووژل شول او زیاتوي چې په پېښه کې ټپي شوي پوځیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

له بلې‌خوا بیا د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر "ISPR" په کورمې اېجنسۍ کې پر ملېشه ځواکونو د چاودنو او د ۴ هغو د مړینې پخلی کړی دی.

دغه دفتر په دې اړه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا بمي چاودنې پر هغو امنیتي سرتېرو شوي چې په سیمه کې د ترهګرو له منګولو د ژغورل شوې امریکايي-کاناډايي کورنۍ د تښتوونکو د سهولتکارو د لټون لپاره پر تالاشي عملیاتو بوخت وو.

امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته سیمه محاصره کړې، تالاشي عملیات‌يې کړي، خو د چا د نیولو په تړاو یې لا تر دې دمه څه نه‌دي ویلي.

خرلاڅۍ د بره کورمې سیمه ده چې افغان پولې ته نږدې پرته وه او دې سیمه کې تر دې مخکې هم په ورته پېښو کې ګڼو حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په کورمې اېجنسۍ کې پر پاکستانیو ځواکونو د دغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG