د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۴۸

د خوست د ځاځي میدان په نښته کې د پاکستاني ملېشو ۶ جسدونه پاتې شوي


د خوست امنیتي چارواکي وايي چې اوس هم د ځاځي میدان د جنډې غر، ځونډي غر او نازو غره په سیمو کې جګړه روانه ده او د جنګ په سیمه کې د پاکستانیو ملېشو د مړو ۶ جسدونه پاتې شوي او یو کس يې ژوندی نیول شوی دی.

د خوست د امنیه قوماندانۍ چارواکو شېبه وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې په‎دې جګړه کې د افغان لوري دوه تنه چې یو يې سیمه‎ییز پولیس او بل تن قومي ځوان دی، وژل شوي او درې قومي ځوانان ټپیان شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ چارواکو زیاته کړې چې د پاکستان او افغان ځواکونو پوځي هلیکوپټرې د جګړې سیمې ته ورغلي چې خپل-خپل مړي او ټپیان ولېږدوي.

سرچینې دا هم وویل چې د جګړې د ډګره د پاکستان د لوري ځواکونه د بېرته ستنېدو په حالت کې دي.

د خوست په ځاځي میدان کې د جګړې درې واړو موقعیتونو ته د افغان ځواکونو سره د همکارۍ په خاطر د الګاډې، اکا کلي، میدان، اسکندرې، ډيری میلې او نورو سیمو خواوشا زر قومي ځوانان چې په سپکو وسلو سمبال وو، درې واړو غرونو ته ختلي دي.

د خوست د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر وویل چې په پیل کې ځاځي میدان ته د درېیو نېږدې ولسوالیو باک، صبرو او تریزیو علي شیرو څخه نوي قوتونه ورغلل، خو اوس د خوست له مرکزه هم تازه دمه افغان ځواکونه د جګړې سیمې ته رسېدلي دي.

د خوست سرپرست امنیه قوماندان عبدالحنان ځدراڼ ویلي چې برید په اول کې د پاکستان د ملېشو له لوري وشو، خو بیا بل لوري ته په کورمه کې د پولېټیکل انتظامیې چارواکو دعوه کړې چې حمله د افغان پوځيانو له لوري شوې ده.

د انتظامیې چارواکو په‎دې جګړو کې یوازې د دوو پاکستانیو سرتېرو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

د دوی په بیان کې راغلي چې په نښتو کې د توریو او بنګښو اوسیدونکو هم برخه اخېستې ده.

راپور: نجیب الله الوخېل

  • پخواني معلومات

د خوست امنیتي چارواکي وايي چې د ځاځي میدان په جنډو غر او نازو غر سیمو د پاکستانیو ملېشو په برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې او پاکستاني دوه برید کوونکي د افغان ځواکونه له لوري ژوندي نیول شوي.

د ځاځي میدان پر جنډو غر او نازو غر نن د یکشنبې ورځې په سهار د پاکستان د ملېشو له لوري برید شوی دی.

سرچینه وايي چې د برید کوونکو دوه جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي، خو د افغان لوري هم یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په حواله وژل شوی او دوه ټپیان قومي خلک دي چې په قومي چیغه کې د جنډو او نازو غرونو کې د افغان سرحدي ځواکونو مورچلو ته د مرستې په خاطر ورغلي دي.

د امنیه قوماندانی د رسنیز دفتر مشر وویل چې جګړه اوس هم روانه ده.

د خوست د امنیه قوماندانی سرپرست سمونمل عبدالحنان ځدراڼ نن سهار ازادي راډیو ته ویلي وو چې د درنو او سپکو وسلو برید خواوشا اته نیمې بجې د پاکستانیو ملېشو له‎خوا د ځاځي میدان ولسوالۍ د جنډو او نازو پر غرونو چې افغان امنیتي ځواکونه په‎کې مېشت دي، شوی دی.

ده وویل چې د ځاځي میدان قومي خلکو او په دواړو غونډیو کې مېشتو سرحدي پولیسو د پاکستانیو ملېشو د وړاندې تګ مخه نیولې ده.

بل لوري ته د ځاځي میدان یو اوسیدونکي د نوم د نه ښودولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د ځاځي میدان ولسوالۍ د الګاډې، اکا کلي، میدان، اسکندرې، ډيری میلې او نورو سیمو خواوشا زر قومي ځوانان چې په سپکو وسلو سمبال وو، د افغان ځواکونو په ملاتړ دواړه غرونو ته ختلي او اوس هم، د ځوانانو ورتګ روان دي.

له دې وړاندې هم څو ځلي د ځاځي میدان پر غرونو او د سرحدي پولیسو پر مورچلو بریدونه شوي چې د ځايي خلکو په ملاتړ پر شاه تمبول شوي دي.

تېر کال د دولت وسله‎والو مخالفینو هم پر ځاځي میدان له څو سیمو پراخ بریدونه وکړل چې په ځوابي عمل کې لسګونه وسله‎وال ووژل شول چې جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي وو.

  • پخواني معلومات

د خوست امنیتي چارواکي وايي چې نن د یکشنبې په ورځ سهار خواوشا اته نیمې بجې د پاکستانیو ملېشو له‎خوا د ځاځي میدان ولسوالۍ د جنډو او نازو پر غرونو چې افغان امنیتي ځواکونه په‎کې مېشت دي، د درنو او سپکو وسلو برید شوی دی.

د خوست د امنیه قوماندانۍ سرپرست سمونمل عبدالحنان ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې د ځاځي میدان قومي خلکو او په دواړو غونډیو کې مېشتو سرحدي پولیسو د پاکستانیو ملېشو د وړاندې تګ مخه نیولې ده.

د خوست د امنیه قوماندانۍ سرپرست سمونمل عبدالحنان ځدراڼ
د خوست د امنیه قوماندانۍ سرپرست سمونمل عبدالحنان ځدراڼ

ده وویل چې په سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده:

"بدبختانه به ووایم چې نن سهار اته او ۲۰ دقیقې پاکستانۍ ملېشه وې، د ځاځي میدان د جنډو غره او د نازو غره سرونو ته راپورته شوې وې چې په مقابل کې قومي خلکو ممانعت وکړ، همدارنګه زموږ امنیتي پوستې چې دي، هغوی هم ممانعت وکړ، په پیل کې د پاکستاني ملېشې له لوري د ثقیله او خفیفه وسلو په واسطه ډزې پیل شوې او په مقابل کې يې زموږ پرسونل هم جوابیه ځواب ورکړی، تر اوسه دا جګړه دوام لري."

بل لوري ته د ځاځي میدان یو اوسیدونکي د نوم د نه ښودولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د ځاځي میدان ولسوالۍ د الګاډې، اکا کلي، میدان، اسکندرې، ډېری میلې او نورو سیمو خواوشا زر قومي ځوانان چې په سپکو وسلو سمبال وو، د افغان ځواکونو په ملاتړ دواړه غرونو ته ختلي او اوس هم، د ځوانانو ورتګ روان دي.

له دې وړاندې هم څو ځلي د ځاځي میدان پر غرونو او د سرحدي پولیسو پر مورچلو بریدونه شوي چې د ځايي خلکو په ملاتړ پر شاه تمبول شوي دي.

تېرکال د دولت وسله‎والو مخالفینو هم پر ځاځي میدان له څو سیمو پراخ بریدونه وکړل چې په ځوابي عمل کې لسګونه وسله‎وال ووژل شول چې جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي وو.

راپور: نجیب‎الله الوخېل

XS
SM
MD
LG