د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

ثناالله: د طالبانو حکومت به له ډیورنډ کرښې پاکستاني طالبان نورو سیمو ته ولېږدوي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله وايي، د طالبانو حکومت دوی ته ویلي چې له ډیورنډ کرښې به پاکستاني طالبان لېرې او د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي، خو د طالبانو حکومت یې په اړه غلی دی.

ثناالله د امریکا غږ اردو څانګې سره خپلې نوې مرکه کې زیاته کړې، د طالبانو حکومت دا خبره دوه میاشتې وړاندې کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال د افغانستان له خاورې څخه راځي او په پاکستان کې ناامني جوړوي، هغه څه چې طالبانو تل رد کړي.

د ازادي راډیو خبریال د ثناالله د خبرو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښت، خو هغه مشخص د دې پوښتنې ځواب ورنه‌کړ.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "موږ د پاکستاني اړخ سره وخت په وخت لیدنې کتنې لرو. موږ دا ویلي چې د افغانستان خاوره د چا په ضد نه کارول کېږي او موږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د پاکستان او یا د کوم بل هېواد په ضد وکارول شوي. د دې لپاره ټول هغه ګامونه اخلو چې اړین وي."

پاکستان په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو په لاس د ډېرو ناکرایو شاهد دی.

مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ادعا کړې وه چې پر پاکستان ډېر بریدونه له افغانستانه پلانېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه‌ اصف هم ویلي وو، که څه هم د طالبانو حکومت هوکړه کړې چې افعان خاوره به د پاکستان پرضد نه کارول کېږي، خو نوموړي ادعا کړې وه چې پاکستاني طالبان یا ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې د پاکستان پر ضد بریدونه پلانوي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال

د امنیتي چارو افغان شنونکی احمد خان اندړ وايي چې د پاکستان حکومت غواړي په دې ډول نړیوالې ټولنې ته دا ثابته کړي چې افغانستان د ترهګریزو ډلو پټنځای دی.

نوموړي زیاته کړه، که چېرې په رښتیا طالبان څرنګه چې ادعا کوي له دې ډلې سره همکاري نه‌لري، نو نړیوالې ټولنې ته دې په واضح توګه اعلان وکړي.

اندړ وايي: "ملګرو ملتونو ته دې په واضح توګه اعلان کړي چې دوی له دغې ډلې سره هیڅکله همکار نه‌دي او نه دې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله کوي. که واقعاً د افغانستان اسلامي امارت په خپلو دغو اعلامیو چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته یې کړي کلک ولاړ دي، نو د پاکستان هيئت چې کله راځي باید د ټي‌ټي‌پي د پخلاینې په هکله هیڅ نوع بحث ته حاضر نه‌شي."

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیر خان متقي وویل، د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان باید د سولې او د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه دوه ځلې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او پاکستان د حکومت تر منځ د سولې د خبرو منځکړتوب کړی دی، خو دا خبرې نه‌دي کامیابې شوي.

وخت په وخت اوربندونه شوي، خو هغه هم بېرته مات شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG