د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

راپور: د افغان طالبانو په واکمنۍ سره پاکستان کې ترهګریز بريدونه ډېر شوي


د پاکستان په کوټه کې د بمي چاودنې وروسته د سیمې یو انځور. November 30, 2022
د پاکستان په کوټه کې د بمي چاودنې وروسته د سیمې یو انځور. November 30, 2022

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټېټوټ وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټېټوټ د پنجشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې وايي، په پاکستان کې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۳ کال تر اپرېل پورې په ترهګریزو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کې راغلي چې دا زیاتوالی د هغه وخت په پرتله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، غیر معمولي وه.

د راپور له مخې، د تلفاتو په شمېر کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی، له همدې امله د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۱ کال د اپریل تر میاشتې پورې په هغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر چې تروریستي بلل شوي، ۱۳۸ سلنه وه.

راپور زیاتوي چې د دغو بریدونو ۹۲ سلنه په خیبرپښتونخوا او ۸۱ سلنه په بلوچستان کې شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال

په راپور کې ویل شوي چې په اوږدمهال کې به د دې کچې د ناامنۍ دوام سیاسي او اقتصادي ثبات له ګواښ سره مخ کړي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټېټوټ په راپور کې دا هم راغلي چې افغان طالبانو د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي مسئلې څخه چې د پاکستان یو له اصلي اندېښنو څخه دی، ځان لرې کړی دی.

د راپور له مخې، افغان طالبانو د ډیورنډ پر کرښه او د پاکستان پر پوله د اغزن تار لګولو په اړه ملي دریځ خپل کړی چې له همدې امله وخت په وخت پر پوله ناامني او شخړې رامنځته کېږي.

خو د طالبانو حکومت وايي چې د ناامنیو او ترهګریزو بریدونو زیاتوالی د پاکستان داخلي مسئله ده، چې باید په خپله حل شي او له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "دا مسایل له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري، دا د پاکستان خپله مسئله ده چې باید په همغه هېواد کې حل شي. اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي. اسلامي امارت په دې مسئله کې جدي دی. زموږ له لوري پاکستان ته کوم زیان متوجه نه دی."

خو د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې طالبان باید د ژمنو پر ځای اقدام وکړي او له افغانستان څخه د ترهګرۍ د ګواښ په اړه د هېوادونو اندېښنې لرې کړي.

د سیاسي چارو پوه صلاح الدین سعیدي وایي: "طالبان یا د طالبانو یوه برخه ژمنې ورکوي چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیانو پر ضد نه کارول کېږي، دا ژمنې ښې دي، خو زه باور یم، چې طالبان دا توان نه لري او پاکستان هم په دې پوهېږي چې یوازې ژمنې کافي نه دي."

سعیدي دا هم زیاته کړه چې پاکستان ویره لري چې د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' به افغان طالبان ځان ته د بېلګې په توګه وکاروي او هڅه به وکړي چې په پاکستان کې واک ترلاسه کړي.

د پاکستاني طالبانو په هکله له اندېښنو سربېره، په تېرو شلو میاشتو کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته، داسې ښکاري چې د داعش په نوم د اسلامي دولت له سخت دریځې ډلې سره د تړلې خراسان صوبې فعالیتونه هم زیاته شوې دي.

خو طالبانو تل د داعش خطر کم اهمیته ښودلی دی.

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري هم د ۲۰۲۲ کال د جولای په پای کې په کابل ښار کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

طالبانو ویلي چې دوی د الظواهري له شتون څخه خبر نه دي.

خو دې خبر د افغانستان د ګاونډیو او د سېمې د هېوادونو اندېښنې له امنیتي پلوه زیاتې کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG