د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

رسنۍ: افغان طالبانو د القاعده په مرسته ټي‌ټي‌پي ته په مستقیم ډول پناه ورکړې


ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال کسان
ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال کسان

انډيپينډنټ:

د بریتانیا چاپ انډيپينډنټ ورځپاڼې د هغه افغان پیلوټ په باب لیکنه خپره کړې چې په افغانستان کې یې له برتانوي ځواکونو سره همکاري کړې او له بریتانیا څخه روانډا ته د اخراجېدو له خطر سره مخامخ دی.

هغه چې د طالبانو پر وړاندې په مبارزه کې یې همکارې کړې، ویلي، کله چې یې بریتانیا هلته د استوګنې درخواست رد کړ، دی فکر کوي چې هېر کړای شوی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، د دغه افغان پوځي خدمت دومره نه‌دی، چې له بریتانیا یې د اخراج مخه ونیسي.

د افغانستان د هوايي ځواک دغه بریدمن چې د ايتلافي ځواکونو د ګڼو جنګي ماموریتونو پر مهال یې الوتنې کړې وې، خپل ژوند ته د ورپېښ خطر له کبله خپله مېرمن او یو ماشوم په افغانستان کې یوازې پرېښودل او په یوه وړه کښتۍ کې بریتانیا ته ورسېد.

کله چې د افغانانو د بیامېشتولو او مرستې په طرحه کې یې د ده درخواست پر شرایطو د نه برابروالي له کبله رد شو، دغه پیلوټ باید اوس انتظار وکړي، چې روونډا ته لېږل کېږي که نه.

د بریتانیا کډوالۍ د دې طرحې هدف له افغانستانه د هغو کسانو ایستل دي، چې هلته یې له برتانوي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

دغه افغان پیلوټ چې نوم یې نه‌ دی اخیستل شوی، دغه راز انتظار دی چې د امریکا د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزارت به یې ومني که نه.

دغه وزارت ویلي چې د دغه پیلوټ پر درخواست به غور وکړي.

یاد پیلوټ انډيپينډنټ ورځپاڼې ته چې په مارچ میاشت کې یې د لومړي ځل لپاره دا موضوع پورته کړې وه ویلي دي، واقعاً ناامېده دی.

هغه ویلي: "موږ په افغانستان کې ستاسو ماموریت پرمخ بیوه، له افغان ځواکونو پرته بریتانیا او امریکا نه شوای کولی چې خپل فعالیتونه ترسره کړي."

د ورځپاڼې په لیکنه، تر اوسه له افغانستانه ۲۴زره ۵۰۰ کسان بریتانیا ته ایستل شوي دي.

لانګ وار ژورنال:

د امریکا د متحدو ایالتونو لانګ وار ژورنال انټرنېټي خپرونې له القاعده شبکې او تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره د افغان طالبانو پر اړیکو لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، چې افغان طالبان د القاعده شبکې په مرسته تحریک طالبان پاکستان ته په مستقیم ډول پناه ورکړې، ملاتړ او روزنه یې کوي، هغه ادعا چې افغان طالبان یې نه مني.

د خپرونې په لیکنه، له تحریک طالبان پاکستان د القاعده او افغان طالبانو د ملاتړ موضوع په هغه راپور کې راغلې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څار کمېټې برابر کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه راپور یو اړخیز او نامتوازن بللی او ویلي یې دي، د دوی حکومت ډاډ ورکوي، چې له افغانستانه به ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ ته هېڅ خطر نه وي او حکومت یې چا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر خلاف کار واخیستل شي.

د لانګ وار ژورنال د مقالې لیکوال وايي، د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ اړیکې په افغانستان او پاکستان کې د تېرو دوو لسیزو د جګړو پر مهال پیاوړې شوې دي.

د مقالې په وینا، د تحریک طالبان پاکستان مشر د طالبانو له امیرالمومنین سره بیعت کړی او وايي، دوی د طالبانو د اسلامي امارت یوه برخه دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څار کمېټې ویلي، د تحریک طالبان پاکستان د جګړه مارو شمېر له ۴۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې رسېږي، چې تر ډېره په ننګرهار، کونړ، لوګر، پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې دېره دي.

لانګ وار ژورنال زیاتوي، ګومان کېږي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي محسود په پکتیکا ولایت کې دېره وي، چې د حقاني شبکې عمده مرکز ګڼل کېږي او مرستیال یې قاري امجد علي په کونړ کې پټ دی.

د افغانستان تېر جمهوري نظام او د طالبانو حکومت هم په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت ادعاوې رد کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG