د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

امریکايي چارواکي: افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو زیاتوالي په تړاو شواهد نه شته


ارشیف: د داعش جنګیالي
ارشیف: د داعش جنګیالي

یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحریمونو د څېړنو او څارنې د کمېټې وروستی راپور په بېلابېلو برخو کې د امریکا د استخباراتي ټولنې له شننو سره سمون نه‌لري.

ځينو امریکايي چارواکو د نوم د نه اخیستلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، په افغانستان کې د تروریستي شبکو د فعالیت د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحریمونو د څېړلو او څارنې کمېټې راپور، چې په وینا یې ترهګرې شبکې په افغانستان کې د زیاتې ازادۍ په لرلو، په دې هېواد او سیمه کې د تروریستي ګواښونو د زیاتوالي لامل کېږي، نه‌شي تاییدولی.

د دغو چارواکو په وینا دوی په دې قضیه کې داسې کوم شواهد نه‌دي ترلاسه کړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور د موندنو ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تحریمونو د څېړلو او څارنې کمېټې د جمعې په ورځ په خپل نوي راپور کې ویلي چې طالبان له القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره ژورې اړیکې لري او پر دې سربېره یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واک لاندې سیمو کې فعالې دي.

په دغه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې القاعده او طالبان نږدې اړیکې لري او القاعده د طالبانو تر واک لاندې افغانستان، امن پټن‌ځای ګڼي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم راغلي چې د اسلامي دولت یا داعش، د خراسان څانګې، په لیرې پرتو سیمو کې د طالبانو د کنټرول د نشتوالي او د خلکو له نارضایتۍ څخه په خپله ګټه کار اخیستی دی.

په دې راپور کې دا هم لیکل شوي، د ترهګریزو ډلو توان په هره برخه کې د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د القاعده شبکې له ۳۰ تر ۶۰ لوړ پوړي چارواکي شتون لري او ټول‌ټال ۴۰۰ جنګیالي او د هغوی د کورنیو ۱۶۰۰ غړي په دغه هېواد کې په روزنیزو کمپونو کې شتون لري.

په دې راپور کې په افغانستان کې د داعش پر احصایو هم بحث شوی او ویل شوي، د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې غړي لري او د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې کمپونه او پټنځایونه لري.

یوه بل جګپوړي امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي دغه احصائیه بې‌سارې وبلله.

هغه په دې اړه وویل: "دا شمېرې د امریکا د استخباراتي ټولنې له اټکلونو او په حقیقت کې د امریکا د متحدینو او شریکانو له اټکلونو سره په بشپړه توګه په ټکر کې دي."

دغه امریکايي چارواکي دا هم ويلي، په افغانستان کې د امریکا له‌خوا د ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته اوس‌مهال د القاعدې لږ تر لږه ۱۲ مهم غړي په افغانستان کې شتون لري او داسې نه ښکاري چې دغې شبکې به په افغانستان کې روزنیز کمپونه جوړ کړي وي.

دغه چارواکي زیاته کړه، د داعش خراسان ولایت څانګه په تېرو دوو کلونو کې په دې نه‌ده توانېدلې، خپل هغه هدف چې پر امریکا برید دی، ترلاسه کړي او د طالبانو فشارونه د داعش د دغه شاتګ یو لامل و.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې دا هم راغلي، داسې شواهد شته چې القاعده خپل عملیاتي ظرفیت بیا پیاوړی کوي، ټي ټي پي د طالبانو په ملاتړ په پاکستان کې بریدونه کوي او د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې بریدونه ورځ تر بلې پېچلي او زیات شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې د امنیت شورا دغه راپور یو اړخیزه، غیر متوازنه او له حقیقته لرې بللی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د طالبانو حکومت په دې اعلامیه کې د دوی د مشرانو ترمنځ اختلافات، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ازادي او فعالیت، د مخدره موادو په تولید او قاچاق کې د طالب مشرانو لاس درلودنه، د واک انحصار او د ټول‌شموله حکومت نه‌شتون، هغه څه دي چې د امنیت شورا په راپور کې یې یادونه شوې، بې‌بنسټه او بې اساسه وګڼل.

خو ولې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحریمونو د څېړلو او څارنې د کمېټې موندنې او د امریکا د استخباراتي ټولنې تحلیلونه سره توپیر لري؟

یوې بلې سرچینې امریکا غږ ته ویلي، چې ښايي د امریکايي ادارو ترمنځ د نظر ځیني اختلافونه موجود وي، ځکه د دې سرچینې په وینا د ځینو امریکايي ادارو ارزونه د ملګرو ملتونو له موندنو سره سمون لري.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه سمېع یوسفزی ازادي راډيو ته وايي چې د ملګرو ملتونو راپور پر طالبانو د فشار راوړلو یوه بڼه ده.

د سیاسي چارو کارپوه سمېع یوسفزی
د سیاسي چارو کارپوه سمېع یوسفزی

نوموړی زیاتوي، القاعده، داعش او نورې تروریستي ډلې په افغانستان کې کومه ځمکه په واک کې نه‌لري او یوازې په پراګنده ډول فعالیت کوي.

نوموړی وايي: "زه ګمان نه‌کوم چې داعش، ۴۰۰۰ وسله‌وال غړي ولري او یا په افغانستان کې په کومه سیمه واک ولري، همدارنګه القاعده او نورې ډلې هم همدا حال لري. د ملګرو ملتونو راپور یوازې پر طالبانو د فشار راوستل دي، له همدې امله مهم هېوادونه د امریکا په شمول په هغه سل په سله باور نه‌کوي."

خو د سیاسي او پوځي چارو کارپوه محمد نعیم غیور د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د امنیت شورا راپور سم ګڼي او وايي، په افغانستان کې د دغو ډلو له فعالیت څخه باید انکار ونه‌شي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "زه نه پوهېږم چې ولې دوی د افغانستان، سيمې او نړۍ تريخ واقعيتونه ردوي، هغه څه چې په حقيقت کې د نړۍ د خلکو امنيت له ګواښ سره مخ کوي. دا دواړه مسايل په بشپړ ډول سره په تضاد کې دي، خو په هېڅ صورت په افغانستان او سیمه کې د اسلام تر نامه لاندې په لسګونو تروریستي او سخت دریځو ډلو له شتون څخه انکار نه‌شي کېدلای."

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د "داعش د ماتولو لپاره د نړیوال ایتلاف" د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې د داعش خطر لا هم شتون لري او که اړتیا پیدا شي، امریکا به په مستقیمه توګه په افغانستان کې د داعش او القاعدې د مهمو کسانو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

په ورته وخت کې تر دې وړاندې د امریکا د سولې انسټېټوټ په افغانستان کې د داعش د خراسان ولایت د څانګې شتون او فعالیت د سوېلي اسیا او لوېدیځو هېوادونو لپاره مخ په زیاتېدونکی ګواښ بللی و.

دغه راز تر دې وړاندې د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان، جنرال مایکل کوریلا ویلي وو، که داعش له افغانستانه بهر پر امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو بریدونو ته پام وکړي، کولای شي په شپږو میاشتو کې دغه وړتیا ترلاسه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG