د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

بدخشان کې د جومات دننه چاودنه؛ سرچینې: ۱۹ کسان وژل شوي او ۳۸ ټپیان دي


سرچینه وايي، د فیض اباد ښار د طالب ځواکونو لخوا تر سخت کنټرول لاندې دی او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
سرچینه وايي، د فیض اباد ښار د طالب ځواکونو لخوا تر سخت کنټرول لاندې دی او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

په بدخشان ولایت کې د پنجشنبې د ورځې چاودنې د تلفاتو په اړه بېلابېل راپورونه ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو زارت وايي، د بدخشان ولایت په نننۍ پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او له ۳۰ زیات ټپیان دي.

خو له سیمې یوې روغتیايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په دې پېښه کې ۱۹ کسان وژل شوي او له ۳۸ زیات ټپیان دي.

د دغې سرچینې په خبره، په دغه ولایت کې د برهان الدین رباني روغتون ته زیات شمېر ټپیان ور وړل شوي چې شمېر یې معلوم نه دی.

د سرچینې په حواله، ځینې ټپیان چې په هغو کې د بدخشان ولایت د ښاري محکمې رییس او ښاروال شامل دي د سختو ټپونو له امله کابل ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.

سرچینې وايي، په وژل شویو کسانو کې دیني عالمان، د طالبانو ځینې قومندانان او پخواني جهادي مشران شامل دي.

دغه چاودنه د پنجشنبې ورځې په سهار شاوخوا ۱۰ بجې د بدخشان مرکز فیض اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د بدخشان د وژل شوي مرستیال او سرپرست والي نثاراحمد احمدي د فاتحې د مراسمو پر مهال په یو جومات کې وشوه.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډیو د چاودنې په اړه وویل: "د برید هدف د بغلان لپاره د طالبانو مخکینی امنیه قومندان مولوي صفي الله صمیم و. هغه شهید شوی دی. طبعاً چې د ملکي کسانو مرګژوبله زیاته ده، جزییات کېدای شي وروسته شریک شي، تر اوسه د مرګژوبلې شمېر معلوم نه دی."

صفي الله صمیم د بغلان ولایت لپاره د طالبانو حکومت مخکینی امنيه قومندان و چې په دې وروستیو کې له خپلې دندې لرې کړای شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د بدخشان ولایت مرستیال او سرپرست والي نثاراحمد احمدي له خپل موټر چلوونکي سره د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د یوه موټر بم برید په پایله کې ووژل شو.

د اسلامي دولت نومې ډلې داعش د خراسان ولایت څانګې د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته.

د بدخشان لپاره د طالبانو د حکومت د مرستیال او سرپرست والي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې د پنجشنبې په سهار د فیض اباد په نبوي جومات کې برید غبرګونونه هم پارولي دي.

د بدخشان لپاره د طالبانو سرپرست والي په ځانمرګي بريد کې ووژل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما وايي، د افغانستان په شمال ختیځ کې د فیض اباد ښار په یوه جومات کې په ملکیانو نننی برید د ژورې خواشینۍ خبره ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر په ټویټر کې لیکلي: "یوناما په کلکه دا او د وحشتناکو او بې توپیره بریدونو وروستۍ څپه په کلکه غندي چې د ملکي خلکو ژوند ته بشپړ توګه بې‌پامي ښیي."

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې دا پېښه یو ترهګریز عمل او د ټولو انساني او اسلامي معیارونو خلاف کار دی.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: "پر جوماتونو او مذهبي ځایونو بریدونه د اسلام له احکامو او بشري اصولو سره په ټکر کې عمل دی او هېڅ توجیه نه لري."

بدخشان کې د ننني ځانمرګي بريد مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

خو تر دې مخکې د ورته نورو بریدونو مسوولیت د داعش وسله والې ډلې منلی و.

XS
SM
MD
LG