د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

ډیفینس پوست: داعش اوس هم د افغانستان لپاره یو ګواښ دی


د بدخشان لپاره د طالبانو سرپرست والي نثاراحمد احمدي چې د سې شنبې په ورځ په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د بدخشان لپاره د طالبانو سرپرست والي نثاراحمد احمدي چې د سې شنبې په ورځ په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

ډیفینس پوست:

ډیفینس پوست خپرونې د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د سرپرست والي نثاراحمد احمدي وژل کېدو ته کتنه کړې.

د طالبانو چارواکو د سه شنبې په سهار خبر ورکړ چې احمدي په یوه انتحاري حمله کې وژل شوی دی.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډیو ته وویل، د بدخشان مرستیال والي چې د ولایت سرپرست هم و، د مرکز فیض آباد د محکمې په څلور لاره کې په یوه انتحاري موټربم برید کې په نښه شو.

ډیفینس پوست لیکي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د خپرونې په لیکنه اسلامي دولت ډله یا داعش اوس هم د افغانستان لپاره یو ګواښ دی.

د مطلب په دوام کې راغلي چې د بدخشان لپاره د طالبانو پخوانی امنیه قوماندان هم د تېرکال په ډسمبر میاشت کې په یوه برید کې چې پړه یې داعش ډلې ومنله، ووژل شو.

خپرونه زیاتوي چې طالبان او داعش دواړه د اسلامي بنسټپالنې ګډه مفکوره لري، خو د مطلب د لیکوال په باور د دوی توپیر په دې کې دی چې داعش په ټوله نړۍ کې د اسلامي خلافت په فکر کې دی، خو طالبان یوازې پر افغانستان تمرکز لري.

د مطلب په پای کې راغلي چې داعش ډلې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په خونړیو حملو کې سلګونه کسان په انتحاري بریدونو کې وژلي او په حقیقت کې هڅه یې کړې چې د طالبانو حکومت وننګوي.

واشنګټن پوست:

واشنګټن پوست ورځپاڼې د استازو جرګې له غړو سره د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلېنکن د وروستۍ موافقې په اړه یو مطلب خپور کړی.

د دې موافقې له مخې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي کولای شي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند محرم اسناد وګوري.

واشنګټن پوست لیکي، د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر جمهوريپال مایکل مککال د بهرنیو چارو له وزیر سره موافقه کړې چې د دې کمیټې ټولو ۵۱ غړو ته به دا اجازه وي چې دا اسناد او په دې برخه کې د بهرنیوچارو وزارت ځوابونه وګوري.

مککال د کابل د سقوط پرمهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په څېړنو بوخت دی.

د واشنګټن پوست په لیکنه جمهوريپال او ځینې ډیموکراتان استدلال کوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له هوايي ډګره، د امریکايي ځواکونو د وتلو د عملیاتو په اړه بشپړ راپور یې هېڅکله نه دی ترلاسه کړی.

د دې عملیاتو پرمهال په یوه پېښه کې لسګونه افغانان او دیارلس تنه امریکايي سرتېري په یوه انتحاري برید کې ووژل شول.

ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې د خپلې ادارې له اقداماتو څخه تل دفاع کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG