د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

د قطر د صدراعظم او ملاهبت‌الله اخندزاده لیدنه به څه اغېز ولري؟


د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده

مېل انلاين:

مېل انلاين په کندهار کې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده او د قطر د صدراعظم شیخ محمد ابن عبدالرحمان ال‌ثاني په پټو خبرو لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې د لوېدیځو اژانسونو په استناد لیکلي چې دغه خبرې اترې د مې میاشتې په ۱۲مه، د طالبانو ټاټوبي کندهار ته د ال‌ثاني د سفر پر مهال شوي دي.

که څه هم د طالبانو او قطر حکومتونو تر اوسه نه‌دي ویلي چې دواړو لوریو پر کومو مسئلو خبرې کړي، خو رویټرز بیا د یوې با خبره سرچینې په حواله لیکلي، خبرې د طالبانو او د نړیوالې ټولنې د لانجو پر هواري ورټولې وې.

طالبان او نړیواله ټولنه د ښځو او نجونو د کار او تحصیل د حق په ګډون د طالبانو د حکومت پر څرنګوالي او یو شمېر نورو مسئلو بېلابېل دریځونه لري چې همدې کار طالبان په نړیوال ډګر کې منزوي کړي هم دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې طالبانو په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو ډېرو اساسي حقونو څخه بې برخې کړي دي.

مېل انلاین لیکلي، معلومه نه‌ده چې د قطر د صدراعظم او د طالبانو د مشر لیده کاته به څه اغېز ولري او که نه؟ خو ورځپاڼې د افغانستان په قضیه کې د قطر او امریکا ځینو ګډو ګټو ته اشاره کړې.

ورځپاڼې په لیکنه، قطر په سیمه کې د امریکا د یوې لویې پوځي اډې کوربه دی او د دې ترڅنګ یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د راوتلو پر مهال د تخلیې په عملیاتو کې هم ونډه درلوده.

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر او د افغانستان لپاره یو شمېر بهرني سیاسي ماموریتونه هم مېشت دي او د همدې هېواد په کوربه‌توب طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون هم لاسلیک کړ.

ګارډين:

ګارډین ورځپاڼې په اروپایي ټولنه کې د افغان پنا غوښتونکو د مېشتېدو په پڅ بهیر یوه لیکنه کړې او دغه ټولنه یې دې برخه کې په غفلت تورنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، په ۲۰۲۲ کال کې اروپایي ټولنې یوازې ۲۷۱ افغانانو ته کورونه ورکړي، حال دا چې د ورځپاڼې په باور ۲۷۰ زره کسان داسې دایمي ملاتړ ته اړتیا لري.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم د اروپایي ټولنې مشران د افغان پنا غوښتونکو په وړاندې په پراخې بې‌پامۍ تورن کړي دي.

ګارډین د دغې کمېټې د راپور له مخې لیکلي، د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو پناه غوښتونکو ته د ځای ځاېږي د برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې ماتې کړي او په خبره یې هغه افغانان سختې ورځې ګالي چې د اروپا پولو ته رارسېدلي دي.

په دغه راپور کې ادعا شوې چې جرمني ۲۰۲۱ کال کې د یوې تګلارې له مخې د زرو افغانانو د مېشتېدو ژمنه وکړه، خو یو افغان هم دې طرحه کې شامل نه‌شو.

ایټالیا هم د هغه شمېر پناه غوښتونکو نیمایي منلي چې د مېشتېدو ژمنه یې کړې وه.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، په لیسبوس او اتن کې ۹۰ سلنه افغان پناه غوښتونکي د متخصصانو د معلوماتو له مخې له اضطراب یا وېرې او ۸۶ سلنه له خفګانه کړېدل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG