د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

په بدخشان او تخار کې د دوو ډاکترانو وژنې اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې ډاکتران او نرسان
ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې ډاکتران او نرسان

د افغانستان د ډاکترانو ټولنه په بدخشان او تخار کې د دوو ډاکترانو وژنې ته اندېښمنه ده او په اړه یې د څېړنو غوښتنه کوي.

په بدخشان کې د یوه وژل شوي ډاکتر تمیم رحیمي یو خپل چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل چې ډاکتر رحیمي له دوو کلونو راهیسې د ارګوی ولسوالۍ د کلینیک مسوول و چې تېره اوونۍ د یوه نامعلوم کس له خوا په کلینیک کې ووژل شو.

هغه وايي: "د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ ډاکتر تمیم او مېرمن یې چې دواړه ډاکتران دي، په کلینیک کې یې د اوسېدو د اتاق دروازه ټکول شوې وه، هغوی اول فکر کړی چې نرس یا کوم ناروغ دی، خو کله یې چې دروازه خلاصه کړې وه، ګوري چې یو وسله وال کس دی. ډاکتر رحیمي خپلې مېرمنې ته ویلي و چې ګارډ ته زنګ ووهي، خو وسله وال کس د دروازې له شا ډز کړی و او مرمۍ د ډاکتر رحیمي په ستوني لګېدلې وه."

د دې ترڅنګ د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو پر بنسټ د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په تخار کې د ذاکرې رحماني په نوم د نسايي او ولادي څانګې یوه ډاکتره د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوې او خاوند یې ټپي شوی دی.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دې ډاکترې له خپلوانو او په تخار کې له سیمه ییزو طالب چارواکو سره وغږېږي، خو بریالی نه شو.

په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي طبي ټولنې مشر يوسف طیب وايي، د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو وژنې باید ودرېږي او د امنیت د خوندیتوب لپاره یې هڅې لا ډېرې شي.

نوموړی د ډاکترانو د وژنو دوو پېښو ته په اشارې وايي چې دوسيې یې باید وڅېړل شي.

هغه زیاته کړه: "د طالبانو حکومت له امنیتي مسوولانو زموږ غوښتنه دا ده چې د ډاکترانو امنیت خوندي کړي او که داسې پېښې کېږي، له عاملانو سره دې قانوني چلند وکړي."

د ازادي راډیو خبریال په وروستیو کې د دوو ډاکترانو د وژنې په اړه د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد او د عامې روغتیا وزارت له ویاند څخه هم وپوښتل، خو نوموړو د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

سره له دې چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ادعا وکړه چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی، خو اوس د نورو امنیتي پېښو ترڅنګ د ډاکترانو د وژنو او تښتونو راپورونه هم خپرېږي چې له امله یې خلک او خپله ډاکتران اندېښمن دي.

XS
SM
MD
LG