د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

ډیپلوماټ نشریه: افغانستان کې روغتونونه د جګړو لومړیو کرښو کې


نیوزویک امریکایي مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د ماشومانو د حقونو او وسله‎والو شخړو د څار سازمان د هغه راپور په اړه تبصره لیکلې چې افغانستان کې یې د وسله والو نښتو له کبله د روغتیایي مرکزونه په اړه خپور کړی دی.

نیوزویک د دغه راپور پر اساس لیکلي چې برید کوونکو په تېرو دوو کلونو کې ۲۴۰ ځله افغانستان کې روغتیایي مرکزونه په نښه کړي دي.

په دغه مقاله کې راغلي چې همدا بریدونه د دې سبب شوي چې افغانستان کې د هغو ناروغیو له کبله د مړیني سطح لوړه شي چې د درملنې وړ دي.

د ماشومانو د حقونو او وسله‎والو شخړو د څار سازمان یا واچ لېسټ Watchlist د راپور له مخې دغه بریدونه تر ډېره طالبانو او نورو حکومت ضد وسله والو ‌ډلو کړي دي.

ویل کېږي افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه وګړي روغتیایي خدماتو ته جدي اړتیا لري چې په دې کې څه باندې یو میلیون ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د ماشومانو د حقونو او وسله‎والو شخړو د څار سازمان خپل تازه راپور هلمند، کندز، ننګرهار او میدان وردګ ولایتونو کې له روغتیايي کارکوونکو او عامو خلکو سره د مرکو له مخې چمتو کړی دی.

د بشري حقونو دا سازمان وايي، له دې وضعیته هغه یو اعشاریه څلور میلیونه وګړي زیات متأثر شوي چې د جګړو له امله له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

د ډیپلوماټ نشریې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د همدې سازمان یانې د ماشومانو د حقونو او وسله والو شخړو د څار سازمان پر تازه راپور تبصره لیکلې ده.

د مقالې عنوان دی:«په افغانستان کې روغتونونه د جګړو په لومړیو کرښو کې دي.»

د ډیپلوماټ دغې مقالې کې د واچ لېست د راپور هغه ټکي ته اشاره شوې چې وایي، افغان حکومتي ځواکونه هم پر روغتیایي مرکزونو بریدونو کې ښکیل دي.

نشریې د ماشومانو د حقونو او وسله‎والو شخړو د څار سازمان د راپور جزئیاتو ته په اشارې لیکي چې د افغانستان حکومتي ځواکونو هم پر څه باندې ۳۵ روغتیایي مرکزونو بریدونه کړي دي نو ځکه د یاد سازمان له خوا د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه پر دغو مرکزونو د مسؤلو ډلو په لېست کې ونیسي.

دغه سازمان د افغان او نړیوالو ځواکونو په ګډون د جګړې پر ټولو ښکیلو خواوو غږ کړی چې پر روغتیایې مرکزونو او کارکوونکو بریدونه ودروي، په ځانګړي ډول دوی له افغان حکومته غوښتي هغه کسان باید له سزا ورکولو معاف نه شي چې د نړیوالو قوانینو پر خلاف د جګړو پر مهال پر روغتیایې مرکزونو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG