د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

په ۱۹هېوادونو کې روغتیايي مرکزونه قصدي په نښه شوي


د خېر ښیګڼې او روغتیايي ادارو یو ایتلاف وايي، په ۲۰۱۵میلادي کال په اوږدو کې او همدارنګه د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړېو درې میاشتو کې په ۱۹ هېوادونو کې پر روغتیايي مرکزونو قصدي بریدونه شوي دي.

د دې ایتلاف په یو وروستي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی همدارنګه ویل شوي، د دې بریدونو په نتیجه کې ډاکټران، روغتیايي کارکوونکي او ناروغان وژل شوي دي.

همدارنګه دا بریدونه د دې سبب شوي چې په دې سیمو ګڼ شمېر ملکي خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې شي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، دا بریدونه له کولمبیا رانېولې، په ټوله افریقا، منځني ختیځ، میانمار، افغانستان، پاکستان او ټایلینډ کې ترسره شوي دي.

د دې ادارې یو مشر لیونارډ روبینسټین چې د بلومبرګ د روغتیايي خدمتونو د ادارې کارمند هم دی وايي:

"دا راپور په ټوله نړۍ کې پر روغتیايي تاسیساتو، روغتیايي کارکوونکو او ناروغانو د بریدونو بڼه او پراخوالی ښيي. په ځینو مواردو کې دا بریدونه قصدي ترسره شوي او په ځینو کې د هدف د ناسم تشخیص په نتیجه کې روغتیايي مرکزونه تر برید لاندې راغلي."

د لیونارډ په وینا پر روغتیايي مرکزونو دا بریدونه د هغو ګامونو په اخېستلو کې یوه له رسوايي ډګه ناکامي ښيي چې باید د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره اخېستل شوی وای.

د ملکرو ملتونو د سرمنشي مرستیال جان ایلیسن هم په روانه اوونۍ کې د نړیوالو قوانینو څخه سرغړاوېو ته په اشارې وویل:

د ملکرو ملتونو د سرمنشي مرستیال جان ایلیسن
د ملکرو ملتونو د سرمنشي مرستیال جان ایلیسن

"په نننیو کړکیچونو کې موږ د جینوا کنوانسیون ته بې اعتنايي وینو، همدارنګه وینو چې پر ملکي وګړو او ملکي اهدافو د بریدونو د نه ترسره کولو قواعد هم له پامه غورځول کیږي. موږ د سوریې، یمن او د نړۍ په نورو برخو کې په روانو کړکیچونو کې دا سرغړاوی ګورو."

د روانې میاشتې په پیل کې د ملګروملتونو د امنیت شورا هم پر روغتیايي ادارو او مرکزونو بریدونو وغندل.

د خیریه او روغتیايي ادارو د ایتلاف د راپور پر بنسټ چې تر ډېره یې په سوریه، افغانستان، عراق، لبیبا او یمن کې پر روغتیايي ادارو په بریدونو تمرکز کړی دی، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په سوریه کې پر روغتیايي مرکزونو ۱۲۲ بریدونه شوي دي. په یمن کې د دا ډول بریدونو شمېر تر سلو زیات ښودل شوی دی.

له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې په نایجریا کې د بوکو حرام اسلام کاري ډلې ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه له منځه وړي، شپږ ډاکتران یې وژلي او ۱۵۲ تنه نور یې سخت ټپیان کړي دي.

په پاکستان کې په ۲۰۱۵میلادي کال کې د پولیو د واکسینو په کارکوونکو ۳۷ بریدونه شوي دي چې په ترڅ کې یې د دې کارکوونکو ۱۱ تنه وژل شوي دي.

په پاکستان کې په ۲۰۱۵میلادي کال کې د پولیو د واکسینو په کارکوونکو ۳۷ بریدونه شوي
په پاکستان کې په ۲۰۱۵میلادي کال کې د پولیو د واکسینو په کارکوونکو ۳۷ بریدونه شوي

د دې راپور پر بنسټ په افغانستان، نایجریا او سومالیا کې هم د واکسینو پر کارکوونکو بریدونه شوي دي.

د خیریه او روغتیايي بنسټونو دا ایتلاف په خپل راپور د ملګرو ملتونو د شمېر په استناد وايي، په افغانستان کې د حکومت مخالفو وسله والو په ۲۰۱۵میلادي کال کې پر روغتیايي مرکزونو، روغتونونو او روغتیايي کارکوونکو ۶۳بریدونه کړي دي.

په راپور کې په کندز کې د بې پولي ډاکټرانو پر یو روغتون د امریکا د هوايي برید یادونه هم شوې چې د روغتون ۱۴ کارکوونکې او اته ویشت تنه ناروغان په کې ووژل شول.

په ورته وخت کې د میدان وردکو ولایت په یوه کلینیک کې دوه ناروغان لومړی وتښتول شول او بیا ووژل شول.

په کندوز کې د بې پولي ډاکټرانو پر یو روغتون د امریکا د هوايي برید
په کندوز کې د بې پولي ډاکټرانو پر یو روغتون د امریکا د هوايي برید

دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د "د بشر دوستۍ" لومړنۍ غونډه روانه ده.

په دې غونډه کې د۶۰ هېوادونو مشران برخه لري او په دې خبرې اترې کوي چې د اقلیم د بدلون په وړاندې نړیواله ټولنه عکس العمل ته وهڅوي او همدارنګه په دې بحث کیږي چې څنګه په کړکیچونو کې بشري ناورینونه راکم کړی شي.

XS
SM
MD
LG