د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د سوریې پر روغتونونو او ښونځیو حملو کې ۵۰ تنه وژل شوي


په سوریه کې پرون پر څو روغتونونو او ښونځیو بریدونه شوي دي.

په دې کې یو هم د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون برید دی چې اوه کسان په کې وژل شوي او اته نور نادرکه دي.

په حلب کې د ماشومانو پر یو بل روغتون او همدارنګه پر یو ښوونځي هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو دا بریدونه غندلي او له ښکیلو خواوو یې غوښتي چې د ملکیانو خوندیتوب باوري کړي.

ملګري ملتونه وايي، د دوشنبې په ورځ د سوریې په شمال کې پر پنځو روغتونو او دوو ښوونځیو بریدونو کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

په دې روغتونو کې یو هم په معرته النعمان سیمه کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون دی چې اووه کسان په کې وژل شوي دي او اته تنه په کې نادرکه دي.

په بریتانیا کې میشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي روسیې جنګي الوتکو پر دې روغتون بمباري کړي ده.

د څارنې د دې ادارې په وینا په حلب کې بیا د ماشومانو پر یو بل روغتون توغندی لګیدلی چې پنځه کسان یې وژلي دي.

په یو درییم هوايي برید کې په یو کلي کې ښوونځي په نښه شوی چې اوه کسان یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې مشر ډاکتر میګو تیرځیان وايي، سره له دې چې د سوریې په شمال کې د دوی پر روغتون د دې برید له کبله سخت خپه دي خو په سوریه کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي تیرځیان زیاته کړه:

"موږ د داسې بریدونو په وړاندې چې تقریباً هره ورځ په روغتیايي ماموریتونو کیږي نهیلي او بې وسه یو. خو له دې سره هم غواړو چې د سوریې په شمال کې خپل حضور پراخه کړو. ځکه موږ د ګوتو په شمېر نړېوالو روغتیايي ادارو څخه یو چې په سیمه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوو. دغلته د اړتیا زیاتوالي ته په پام موږ اړ یو چې د سوریې په شمال کې خپل کار ته دوام ورکړو."

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه ادعا کوي چې د دوی پر روغتون د دوشنبې په ورځ په قصدي توګه برید شوی او دوی ته یې دلیل هم تر اوسه روښانه نه دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون دا بریدونو د نړېوالو قوانینو څخه یو څرګند سر غړاوی بللی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیډریکا موګیرني د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د برید په اړه وویل، د داسې پېښو رامنځ ته کیدل د منلو نه دي.

اغلې موګیرني زیاته کړه:

"هغه څه چې نن د بې پولې ډاکترانو په روغتون کې پېښ شول، په هیڅ ډول د منلو نه دي. موږ به پرټولو اړخونو خپلو فشارونو ته دوام ورکړو څو نړېوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي او د ولسي خلکو پر ساتنه تمرکز وکړي."

د امریکا متحدو ایالتونو هم د سوریې د حکومت او ملاتړو له خوا یې دا ډول بریدونه غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون په واشنګټن کې وویل، هېواد یې له ټولو غاړو غواړي چې پرملکیانو دا ډول بریدونه پای ته ورسوي څو د بشري مرستو رسولو ته لاره هواره شي.

په داسې حال کې چې په دې بریدونو کې د ځینو د ملامتۍ ګوته روسیې ته نیول کیږي، د روسیې د روغتیا وزیر وايي، په سوریه کې یې د هېواد د هوايي بریدونو هدف یوازې د داعش وسله واله ډله ده او هیڅکله پر ملکي اهدافو بریدونه نه کوي.

XS
SM
MD
LG