د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

افغان ځواکونه وايي په میدان وردګو کې یې پر روغتون حمله نه ده کړې


د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې ویلي دي چې د چهارشنبې په شپه د میدان وردګ ولایت په تنګي سیدان سیمه کې پر یوه روغتیایي مرکز چې د دوی موسسې مرسته ورسره کوله، برید شوی دی.

د سویډن کمیټې ازادي راډيو ته په راستولي اعلامیه کې ویلي دي چې دا حمله افغان عسکرو کړې ده.

کله چې مو موضوع د میدان وردګ د والي له ویاند توریالي همت سره شریکه کړه، هغه دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې له کابله ځانګړو ځواکونو دا عملیات ترسره کړي دي.

ښاغلي همت زیاته کړه:

"هېڅکله امنیتي ځواکونه په روغتون حمله نه کوي. زموږ د راپورونو له مخې د میدان وردګو په دای مرداد ولسوالۍ کې عملیات شوي. دا عملیات افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه شاوخوا یوه بجه ترسره کړي. د هغه راپورونو له مخې چې امنیتي ځواکونو د ولایت له مقام سره شریک کړي د دولت څلور وسله وال مخالفان وژل شوي، دوه تنه ټپیان شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی."

د سویډن کمیټه وایي چې د دوی په روغتون کې دوه ناروغان او یو روغتیایي کار کوونکی وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د سویډن د کمېټې مشر یورګن هولمستروم وایي چې هرڅوک حق لري چې د دوی په روغتون کې د هغه درملنه وشي او دا برید د بشري حقونو له نړېوالو اصولو سره په ټکر کې دی.

د هولمستروم په وینا په جګړې کې ښکېلې خواوې باید د روغتیایي مرکزونو درناوی وکړي.

دی زیاتوي، د بشري حقونو له اصولو سره سم روغتیایي کارکوونکي او صحي امکانات د هر هغه چا لپاره دي چې دوی ته مراجعه کوي.

بل لور ته طالبانو په یوه بیان کې چې ازادي راډيو ته یې رااستولی دی، ویلي دي چې دا کار امریکایانو او افغان پوځیانو په شریکه کړی دی.

طالبانو په دې اعلامیه کې له نړېوالو سازمانونو غوښتي دي چې د روغتیایي مرکزونو په وړاندې دا ډول بریدونه او اعمال وغندي.

XS
SM
MD
LG