د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د کندز پر روغتون په هوايي حمله کې د وژل شوي شمېر ۳۰تنو ته ورسېد


یوشمېر نړېوالو رسنیو په کندز کې د بې پولې ډاګټرانو پر روغتون د امریکايي هوايي ځواک د حملې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

وال سټریټ ژورنال:

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یو راپور کې په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د امریکايي الوتکو بمبارۍ کې د وژل شويو کسانو د شمیر د زیاتېدو خبر ورکړی او د بې سرحده ډاکټرانو د سازمان په حواله وايي چې د دې پېښې د قرنیانو شمیر دیرشو تنو ته پورته شوی دی.

ورځپاڼه وايي، دې پښې پراخې غندنې را وپارولې او امریکايي پوځ او د ناټو تړون یې اړ کړل چې په اړه یې دوه جلا څیړنې پیل کړي.

د لیکوال په وینا، ټاکل شوې وه چې د دې څېړنو نتایج په څو ورځو کې خپاره شي؛ خو تر اوسه د دې څیړنو د نتایجو خپرېدل ځنډیدلي دي.

ورځپاڼه لیکي، کله یې چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له ویاند "میشل لاهورن" څخه د دې ځنډ پوښتنه وکړه؛ هغه ورته وویل، څیړنې روانې دي او دوی لا هم هڅه کوي ځینې جسدونه وپیژندل شي.

وال سټریټ ژورنال د افغان ولسمشر د ویاند ظفر هاشمي له خولې وايي؛ افغان حکومت د ناټو له روانو څېړنو سره مرسته کوي؛ خو په دې اړه یې جلا څیړنې نه دي پیل کړي.

د راپور لیکوال په پای کې وايي؛ لا هم په کندز د طالبانو د یرغل پر مهال، د بې سرحده ډاکټرانو پر دې روغتون د امریکايي الوتکې د بمبارۍ په اړه ډیرې بې ځوابه پوښتنې شته.

هغه دا چې ایا د امریکا د جنګي الوتکو عمله پر دې پوهیده چې روغتون یې هدف ګرځولی دی؟ ایا طالب وسله والو په روغتون کې مورچل نیولی و؟ او دا چې افغان ځواکونو چې کله هوايي مرسته غوښته خپلو بهرنیو ملاتړو ته یې څه ویلي وو چې روغتون په نښه شو ؟

د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ویاند "جنرال ویلسن شافنر" دې ورځپاڼې ته ویلي؛ دا دوه څیړنې به څرګنده کړي چې ایا ممکنه انساني تېروتنه او که تخنیکي ستونزې او ناکامۍ د دې خونړۍ پېښې سبب شوي دي.

ایکسپرېس ټربیون:

ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې هم په همدې اړه راپور لیکلي او د بې سرحده ډاکترانو د ادارې د چارواکو په وینا وايي؛ د کندوز په بمبار شوي روغتون کې د وژل شویو شمیر دېرشو ته رسیدلی. له دې ډلې څخه دیارلس د روغتون کارکوونکي دي او لس هم ناروغان دي چې پیژندل شوې دي. خو اوه نور جسدونه لا پیژندل شوې نه دي.

ورځپاڼه لیکي، د شنبې په ورځ ناټو وویل، دوی ته څرګنده شوې چې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه باوري دي او د افغانستان له حکومت سره په ګډه هڅه کوي چې د قربانیانو هویت په بشپړه توګه معلوم کړي.

خو ایکسپریس ټربیون وايي، د بې سرحده ډاکټرانو ډلې پرلپسې په دې اړه د نړېوال حقیقت موندونکي کمیسون له خو ا د خپلواکو څیړنو غوښتنه کړې.

له دې برید وروسته بې سرحده ډاکترانو ډلې په کندز کې دا روغتون تړلی. ورځپاڼې د همدې ډلې د یوې اعلامیې په حواله لیکلي؛ دا روغتون په شمال ختیځ افغانستان کې دا ډول یوازینی روغتون و چې سلګونو زرو کسانو ته یې جراحي روغتیايي خدمات ترسره کول.

XS
SM
MD
LG