د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

ویتایل: په کندز کې پر روغتون حمله یوه انساني تېروتنه وه


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ویتل
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ویتل

د امریکا پوځ وايي، په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون حمله جنګي جنایت نه دی بلکې انساني تېروتنه شوې ده.

د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ویتل پنټاګون ته وویل چې د ځانګړو عملیاتي ځواکونو ۱۶ عسکر د دې پېښې په ارتباط تنبیه شوي دي.

د امریکا پوځ پرون جمعه په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو د نړیوالې ادارې پر روغتون د حملې په اړه د خپلو څېړنو پایلې اعلان کړې.

جنرال ویتل په پنټاګون کې خبریالانوته وویل چې د دوی په څېړنو کې څرګنده شوې چې دا یوه انساني تېروتنه وه او قصدي بڼه یې نه درلوده.

دا یوه انساني تېروتنه وه او قصدي بڼه یې نه درلوده
دا یوه انساني تېروتنه وه او قصدي بڼه یې نه درلوده

جوزف ویتل زیاته کړه:

"په څېړنو کې داسې خلاصه شوې چې هغه کسان چې په پېښه کې یې لاس درلود، نه وو خبر چې روغتون یې ویشتی دی، د هغوی هدف د بې سرحده ډاکترانو د دې روغتون په ۴۰۰ مترۍ کې د وسله والو یو مرکز و."

امریکايي ځواکونو تېرکال د اکټوبر په درېیمه په کندز کې دبې سرحده ډاکترانو پر ملکي روغتون بمباري وکړه چې لږترلږه ۴۲ تنه په کې ووژل شول.

په دې کسانو کې ۱۴ ناروغان او نور د روغتون کارکونکي وو.

د بې سرحده ډاکترانو سازمان تر پېښې وروسته د خپلواکو څېړنو غږ وکړ او پر امریکايي ځواکو نو یې د جنګي جنایت تور پورې کړ.

خو جنرال جوزف جوزف ویتل وویل چې دا پېښه قصدي نه وه نو جنګي جنایت نه شي ګڼل کېداي.

هغه وویل:

"په څېړنو کې څرګنده شوې چې د دې خواشینونکې پېښه عامل انساني تېروتنه او تخنیکي ستونزې وې، یو شمېر پوځیانو د جګړې او په وسله والو نښتو کې د ګډون پر اصولو برابرعمل نه وو کړی خو دا جنګي جنایت نه شي ګڼل کېداي."

جنرال ویتل وايي چې په دې پېښه کې ۱۶ ښکیلو عسکرو ته یې تنبیه لیکونه ورکړي او څو تنه یې له قوماندې ایستلي دي.

د امریکا پوځ ویلي چې په پېښه کې د هر وژل شوي وګړي کورنۍ ته ۶۰۰۰ او د هر زخمي کورنۍ ته ۳۰۰۰ ډالر تاوان ورکړي.

د افغانستان حکومت د امریکا د پوځ د څېړنو د بشپړېدو او په پېښه کې له ښکېلو عسکرو سره د حساب هرکلی وکړ.

د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل:

د افغانستان حکومت په پېښه کې له ښکېلو عسکرو سره د حساب هرکلی وکړ.
د افغانستان حکومت په پېښه کې له ښکېلو عسکرو سره د حساب هرکلی وکړ.

"دا په حقیقت کې یوه تخطي، یوه ستره تېروتنه وه، د افغانستان حکومت د امریکا له لوري د دې پېښې د عاملینو په وړاندې د اقدام هرکلی کوي، د افغانستان حکومت په راتلونکې کې د داسې پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي."

د امریکا پوځ وايي چې په کندز ښار کې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون د بیا رغولو لپاره به ۵ نیم ملیونه ډالر ولګوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند وايي چې د څېړنو پایلې ولسمشر بارک اوباما ته هم د کتنې لپاره استول شوې دي.

د بې سرحده ډاکترانو سازمان د امریکا د پوځ د څېړنو په وړاندې غبرګون نه دی څرګند کړی.

په افغانستان کې د ناټو اوامریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن په وروستیو کې د کندز د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د لیدو لپاره دې ولایت ته تللی و او له کندزیانو یې د معذرت غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG