د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

۱۶امریکايي پوځیانو ته د کندز د پېښې په اړه سزاوې ورکړل شوې


د امریکا پوځ ۱۶ امریکايي پوځیانو ته د هغې سهوې له کبله چې په نتیجه کې یې د کندز پر یوه ملکي روغتون بمباري وشوه ډسپلیني سزاګانې ورکړې دي.

د تېرکال په تلې میاشت کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون په هوايي برید کې ګڼ ملکي افغانان مړه او ټپیان شول.

ډیری دا پوځیان چې سزا ورکړل شوې د امریکا د خاصو ځواکونو سرتيري دي.

د پنټاګون چارواکي وايي چې د یوه جنرال په ګډون ۱۶ امریکايي پوځیانو ته په کندز ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون د بمبارۍ له کبله ډسپلیني سزاوې ورکړل شوې دي.

یوه جګپوړي امریکايي مقام پرون وویل، دې پوځیانو ته چې ډیری د خاصو پوځي ځواکونو سرتیري دي جنایي دوسیې نه دي جوړې شوي او یوازې ډسیپلیني سزاوې ورکړل شوې دي.

په امریکا کې د پوځي مقرراتو او اصولو له مخې ځیني سزاګانې داسې دي چې د یوه سرتیري لپاره په پوځ کې د سرتیري یا افسر په توګه د خدمت د ختمېدو معنا لري او ځیني یې داسې چې که یوه سرتیري ته ورکړل شي نو د تل لپاره له ترفیع او نورو امتیازونو څخه پاتې کیږي.

دې مقام چې د مسئلې د حساسیت له کبله نه غواړي هویت یې افشا شي ویلي چې په دې ډله کې د یوه تورن جنرال په ګډون د ځانګړو عملیاتي ځواکونو سرتیري هم شامل دي.

د امریکا پوځ تېر کال په تلې میاشت کې وروسته له دې چې طالبانو د کندز ښار ونیوه، د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون بمباري وکړه.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې دا بمباري د امریکا د C-130 ډوله الوتکې په وسیله شوې وه چې په نتیجه کې یې دوه څلویښت کسان مړه او اوه دیرش نور ټپیان شول.

په مړو او ټپیانو کې ملکي وګړي او د روغتون روغتیايي پرسونل هم شامل وو.

د امریکايي ځواکونو د لومړنیو معلوماتو له مخې دې الوتکې اصلاً غوښتل روغتون ته پر څیرمه ودانۍ بمباري وکړي خو د الوتکې د نقشې په سیسټم کې د یوې تخنیکي سهوې له کبله دا پېښه وشوه.

بې سرحده ډاکټرانو ټولنه چې وايي، د ملکي خلکو علاج کاوي، دا حمله له نړیوالو بشري قوانینو څخه څرګنده سرغړونه وبلله او په دې اړه یې د بې پرې تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

د امریکا د کانګرس ځینو غړو هم ویلي و چې باید په دې اړه تحقیقات وشي.

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر هغه مهال په دې اړه د بشپړو او شفافو تحقیقاتو ژمنه وکړه او یوه امریکايي جنرال ته یې په دې اړه د تحقیقاتو د موظف پلاوي مشري وسپارله.

په پام کې ده چې د دې تحقیقاتو په اړه بشپړ راپور نن خپور شي.

XS
SM
MD
LG