د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

کندز: چهاردره د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه شوه


په کندز کې د افغانستان د مسلح قوتونو د ځانګړي قطعاتو د ګډو عملیاتو مسوول وايي چې د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د څه باندې۱۰۰ تنو وسله وال طالبان په مرګ ژوبلې سره د طالبانو له شتون څخه تصفیه شوه.

په کندز ولایت کې د افغانستان د مسلح قوتونو د ځانګړي قطعاتود ګډو عملیات مسوول برید جنرال ارکان حرب امان الله مُبین رسنیو ته وویل چې دوه ورځې وړاندې د ملي اردو ځانګړي ځواکونو د چهاردرې ولسوالۍ د تصفیه کولو په هدف یې عملیات پیل کړي و چې په پایله کې دغه ولسوالۍ د طالبانو له شتونه تصفیه شوه.

نوموړي وویل چې په دې عملیات کې څه باندې ۴۰ تنه وسله والو طالبان وژل شوي او څه باندې ۵۰ تنه یې ټپیان شوي دي.

ښاغلي مُبین زیاته کړه:

"د چهاردرې ولسوالۍ د طالبانو یو ډېر مهم مرکز و چې د دښمن له حضوره تصفیه شوه او په دې ولسوالۍ کې طالبانو روزنیز مرکزونه هم درلودل."

ښاغلي مُبین وویل څو چې د کندز ولایت په بشپړه توګه د طالبانو له حضوره نه وي تصفیه شوې، نو د ځانګړي قطعاتو عملیات به په دې ولایت کې دوام لري:

"د دې عملیاتو په نتیجه موږ د عمرخیلو سیمه، د زردکمر سیمه، د ځدراڼو سیمه، د خروټو سیمه، د حاجي امان سیمه او داسې نور یې سیمې د طالبانو له شتونه پاکې کړي دي."

په ورته وخت کې په کندز کې د ملي اردو د پامیر د شلمې فرقې قوماندان برید جنرال محي الدین غوري خبریالانو ته وویل چې په دې عملیات کې د وسله والو طالبانو یو زیاته انداز وسلې او مهمات د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي همدارنګه د طالبانو د مهماتو دوه لويي ډېپو او یو شمېر پوځي موټرونه هم له منځه تللي دي.

ښاغلي غوري وویل:

"د دښمن د عمري په نوم عملیات په کندز کې له کلکې ماتې سره مخ شو او په دې عملیات کې په لسګونه تنه طالبان وژل شوي او په لسګونه تنه یې ټپیان شوي دي او دښمن د تېښتې په حال کې دي."

ښاغلي غوري وویل چې په دې عملیاتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه ده رسېدلی.

که څه هم دغه پوځي چارواکي وايي چې دوی د چهاردرې ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو له شتونه تصفیه کړي، خو بل لوري ته د سیمې اوسېدونکي بیا وايي چې لا هم د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

خو تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي.

اجمل ارین- کندز

XS
SM
MD
LG