د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

شاوخوا ۳۰۰۰ وسله وال مخالفین کندز کې فعالیت کوي


د کندز امنیتي چارواکي وايي، کندز ښاربه بیا سقوط ونه کړي.

د رپوټونو پر اساس، په کندز کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې دزیاتېدو په حال کې دي.

خو تېره اوونۍ یو شمېرلوړ رتبه امنیتي چارواکي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست او د کورنیو چارو وزیر په کې وو، دې ولایت ته ولاړل او کندزیانو ته یې ډاډ ورکړ چې امنیت ښه دی.

دوی همدا راز په کندز کې د پراخو پوځي عملیاتو د پلان خبر ورکړ.

د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم صافی هاشمي وايي، د دفاع وزارت سرپرست او د کورنیو چارو وزیر کندزیانو ته ډاډ ورکړي چې د وسله والو طالبانو پر ضد به ځمکني او هوايي عملیات جاري وي.

ښاغلي هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې د دې عملیاتو یو هدف له وسله والو طالبانو د استوګنو سیمو پاکول دي.

د هاشمي په وینا، په دې ولایت کې ښايي د ۳۰۰۰ په شاوخواکې وسله وال جنګېږي خو په وروستیو کې زیات تلفات ورته رسېدلي دي.

صافي هاشمي زیاته کړه:

"تعداد یې ۳۰۰۰ ته رسېږي خو زیات تلفات ورته ورسېدل نو زموږ په نظر ډېر وسله وال نه دي پاتي، لږترلږه ۸۶تنه وسله وال طالبان په هغو عملیاتو کې چې د تېرې میاشتې له پینځمې نیټې راهیسې روان دي،وژل شوي دي."

ښاغلي صافي زیاته کړه چې د کندز په شپږو ولسوالیو کې په روانو پوځي عملیاتو کې پرمختګ شوی او ډېر ژر به د کندز ښار او خان اباد ولسوالۍ لار هم پرانیستل شي.

دا لار په کندز کې د امنیت د خرابوالي له امله تړل شوې ده.

وسله والو طالبانو تېرمنی د څو ورځو لپاره کندز ښار ونیو.

دا اول وار و چې وسله وال طالبان د یوه ولایت مرکز نیسي.

وسله والو طالبانو په وروستیو کې، یو وار بیا کندز ښار ته ځینې نږدې سیمې ونیوې چې د ښار د سقوط ویره یې د خلکو په زړونو کې ژوندۍ کړه.

خو دکندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم صافي هاشمي، یو وار بیا د داسې پېښې امکان رد کړ او ویې ویل چې د ولسوالیو خلک د پخوا په پرتله له حکومت سره زیاته همکاري کوي.

هغه زیاته کړه:

"دا د همدې ولس همکاري وه چې مخالفین ونه توانېدل چې یو وار بیا کندز ښار ونیسي."

د کندز د ولایتي شورا یوه غړي امرالدین ولي ازادي راډیو ته وویل چې کندز ښار د سقوط له خطر سره نه دی مخامخ.

امر الدین ولي زیاته کړه:

"دا خوب او خیال دی چې مخالفین یې لري، هغه تشویش چې زموږ خلک یې لري باید لرې شي، کندز هیڅ کله سقوط نه کوي."

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزي کندز ته په خپل وروستي سفر کې څرګنده کړه چې هلته په روانه ناکراري کې د سیمې هېوادونه لاس لري.

ښاغلي ستانکزي پرته له دې چې د یوه هیوادو نوم واخلي وویل، کندز دوسله والو لپاره د منځنۍ اسیا دروازه ده.

XS
SM
MD
LG