د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

۱۲امریکايي پوځیانو ته د کندز د پیښې په اړه سزا ورکړل شوه


Afghanistan -- A vehicle is parked in front of a damaged building at Medecins Sans Frontieres (MSF) in Kunduz, Afghanistan October 16, 2015.
Afghanistan -- A vehicle is parked in front of a damaged building at Medecins Sans Frontieres (MSF) in Kunduz, Afghanistan October 16, 2015.

امریکا خپلو هغو پوځیانو ته سزا ورکړه چې د دوی د تیروتنو په نتیجه کې تېر کال په کندز کې په یوه ولسي روغتون برید کې لسګونه کسان ووژل شول.

۱۲امریکایي پوځیان د کندزپه یوه روغتون د تېر کال د اشتباهي برید له امله تنبیه شول خو کوم جنایي تور ورباندې لګول شوی نه دی.

د امریکا دفاع وزارت وايي، دغو کسانو ته د هغو تیروتنو له کبله سزا ورکړل شوه چې په نتیجه کې یې په تېر اکتوبر میاشتې کې د بې پولو ډاکټرانو په ولسي روغتون برید وشو او ۴۲ کسه په کې ووژل شول.

سره له دې چې څرګنده نه چې دغو پوځیانو ته څه ډول سزا ورکړل شوې خو تر ډیره ګمان کیږي چې دغه سزا به اداري وي.

د امریکا اردو مخکې ویلي وو چې د ځیني پوځیانو وظیفه وځنډول شوه خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی.

چارواکي وايي، په تنبیه شوېو کسانو کې هم افسران او هم سربازان شامل دي خو کوم جنرال په کې نشته.

دغو چارواکو چې د اقداماتو د تفصیل ورکولو اجازه يې نه درلوده او د خپلو نومونو د اخیستو څخه یې ډډه وکړه وویل چې د تنبیه پروسه تکمیل شوې ده .

د بې پولو ډاکټرانو د سازمان یوې ویاندې ساندرا موریلو وویل، ترڅوچې د امریکا دفاع وزارت د خپلو اقداماتو په هکله دوی ته مستقیم معلومات نه وي ورکړي یا یې اعلان کړي نه وي دوی یې په هکله کومه تبصره نه کوي.

په کندز کې د بې پولو ډاکټرانو په روغتون باندې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یوې AC-130 ډول الوتکې تېر کال هغه مهال برید کړی وو چې طالبانو د ښار پراخې سیمې لاندې کړي وې او په ځینو نورو برخو کې د دوی او حکومتي ځواکونو ترمنځ جنګ روان وو.

بې پولو ډاکټرانو د امریکايي الوتکې دغه برید یو سخت او وحشي یرغل ګنلی وو او د نړېوالو تحقیقاتو غوښتنه یې کړې وه، خو دغه ډول تحقیقات ترسره نه شول.

جنرال جان کېمپبل چې هغه مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان وو دغه برید یې له غمه ډکه داسې یوه پېښه وګڼله چې په اصل کې د بشري تیروتنې څخه چې مخه یې نیول کیدای شوه رامنځته شوې ده.

XS
SM
MD
LG