د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

د برچي روغتون زېږنتون نږدې یو نیم میاشت وروسته له حملې پيا پرانیستل شو


د دشت برچي سل بستریز روغتون د زېږنتون بیا پرانیسته
د دشت برچي سل بستریز روغتون د زېږنتون بیا پرانیسته

د هغه روغتون دوباره فعالېدل چې نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د وسله‌والو په یوه حمله کې ویجاړ شوی وو.

د کابل د برچي په روغتون تر حملې نږدې یوه نیمه میاشت وروسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا روغتون یو وار بیا د ناروغانو پر مخ پرانیست.

د افغانستان عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۱» د دې روغتون د بیا پرانیستې پر مهال وویل: "موږ وتوانېدو چې د موجوده امکاناتو نه په ګټنې دا روغتون یو وار بیا فعال کړو، اوس مو دلته د کابل د نورو روغتونونو نه ۴۰ تنه متخصص ډاکتران، نرسان، قابله‌ګانې او خدماتي پرسونل په کار وګومارل."

دی وايي یاد پرسونل‌يې د کابل د ملالۍ، رابعې بلخي او استقلال روغتونونو نه دلته مؤظف کړل.

احمد جواد عثماني
احمد جواد عثماني

د برچي په سل بستریز ملي روغتون د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۳مه ډله‌ییزه حمله وشوه چې له امله‌يې د نویو زېږېدلو ماشومانو او میندو په ګډون ۲۷ تنه ووژل شول او تر ۲۰ نور ټپيان شول.

د بې‌پولې ډاکترانو مؤسسې د روغتون زېږنتون برخې د مدیریت دنده درلوده، خو له یادې خونړۍ حملې وروسته دغه مؤسسې له دې روغتون سره خپلې مالي مرستې بندې کړې.

دغه بنسټ په یوې اعلامیه کې ویلي دا پرېکړه‌یې وروسته له هغه کړې چې پر یاد روغتون تر برید یوه میاشت وروسته لا هم د هغه حملې د انګېزې او یا هم د حمله کوونکو په اړه هېڅ ډول معلومات ترلاسه نه‌‌شول.

دشت برچي روغتون له حملې وروسته
دشت برچي روغتون له حملې وروسته

خو د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي چې یاد بنسټ له دغه روغتون سره د ځینو تجهیزاتو مرسته کړې ده.

په همدې حال کې د دې روغتون یو شمېر کارکوونکي په روغتون کې د کارکوونکو له کمښت شکایت کوي.

دوی وايي د کارکوونکو کمښت د دې لامل کېږي چې په سمه توګه خدمات وړاندې نه‌شي.

د دې روغتون کارکوونکې بصیره زیاتوي: "عامې روغتیا وزارت ته دا ویل لرو چې وړاندې په دې روغتون کې نږدې ۳۰۰ کسان په کار اخته وو هغه هم د یوې برخې لپاره، خو اوس د ټول روغتون لپاره ۴۰ کسه کفایت نه‌کوي او نه‌شو کولای کارونه په سمه توګه پر مخ یوسو."

خو د دې روغتون رئیس عتیق‌الله قاطع وايي له ستونزو سره سره د دې روغتون دوباره پرانیستل لویه لاسته راوړنه ده.

ښاغلی قاطع وايي: "له بشري پلوه به موږ نیمګړتیاوې لرو، خو موږ په دې اړه اقدام کړی دی او وزیر صیب سره مو هم شریک کړی دی، د عامې روغتیا وزارت له لوري همدا اوس مالیې وزارت ته مکتوب استول شوی چې د دې روغتون لپاره ۱۳۷ نور بالمقطع کارکوونکي ونیسي، ان‌شاءالله په دې سره ستونزه حل کېږي."

د برچي په دې سل بستریز روغتون د حملې مسؤلیت تر دې دمه هېڅ وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

دا حمله په کور دننه او په نړیواله کچه وغندل شوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي ویلي وو په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی، په روغتیايي مرکزونو حملې د اندېښنې وړ دي.

درېیو وسله‌ والو د کابل په دشت برچي کې ۲۸ کسانو ته مرګ‌ ژوبله واړوله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې په دې هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې نږدې ۳۲ زرو ته رسېدلې دي.

د دې وزارت ویاند اکمل سمسور د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو لابراتوارونو کې د ۶۷۸ مشکوکو کسانو ټسټونه شوي چې ۳۱۹يې په دې ویروس ککړ پېژندل شوي دي.

نوموړی وايي دغه‌شان په همدې موده کې د یاد ویروس له امله ۲۸ تنه مړه شوي دي او ۱،۵۲۰ نور ترې رغېدلي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شویو شمېر ۷۷۴ او ترې د رغېدلو کسانو شمېر نږدې ۱۶ زره کسانو ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG