د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

د بدخشان لپاره د طالبانو سرپرست والي په ځانمرګي بريد کې ووژل شو


په بدخشان کې پر والي د شوې چاودنې انځور
په بدخشان کې پر والي د شوې چاودنې انځور

په بدخشان کې د طالبانو سرپرست والي د یوه موټر برید په پایله کې وژل شوی دی.

په بدخشان کې طالب چارواکي وايي، نن سهار د دې ولایت په مرستیال او سرپرست والي نثاراحمد احمدي موټر بم برید شوی چې په پایله کې هغه له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای وژل شوی دی.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډیو ته وویل، پېښه د فیض‌اباد ښار د محکمې څلور لارې سیمه کې شوې چې په کې شپږ تنه ټپیان شوي هم دي.

نثاراحمد احمدي نن سهار د ځانمرګي برید له امله ووژل شو.
نثاراحمد احمدي نن سهار د ځانمرګي برید له امله ووژل شو.

د ده په خبره، ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

هغه وویل: "نن سهار نږدې ۸ بجې او ۱۵ دقیقې له چاودېدونکو ډک موټر چې ځانمرګی بریدګر هم په کې و، د بدخشان د سرپرست او مرستیال والي مولوي نثاراحمد احمدي د موټر تر مخه چاودنه وکړه چې په پایله کې یې معاون صیب له خپل یو موټر چلوونکي سره شهید شول."

که څه هم د دې برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه‌دی منلی، خو له دې وړاندې د تېر کال د ډسمبر په ۲۶مه نېټه، په بدخشان کې د طالبانو په امنیه قوماندان عبدالحق ابوعمر د چاودنې مسوولیت چې په پایله کې یې هغه ووژل شول، داعش ډلې منلی و.

داعش همدا ډول د روان کال د مارچ په ۹مه د بلخ په پخواني والي محمد داوود مزمل د ولایت مقام دننه ځانمرګی برید وکړ چې په پایله کې یې هغه هم ووژل شو.

هاخوا په فیض‌اباد کې ښار کې د پېښې په سیمه کې خلک وايي، چاودنه ډېره زوروره وه او غږ یې تر لېرې اورېدل شوی دی.

د فیض‌اباد اوسېدونکی مشعل وايي: "سهار نږدې ۸ یا هم ۸ نیمې بجې وې چې د بزکشۍ لوبغالي ته نږدې درنه چاودنه وشوه. ډېره خطرناکه چاودنه شوه، غږ یې ډېر لوړ و. هیله لرم چې نورې دا ډول پېښې و نه شي."

په سیمه کې د پېښې یو عیني شاهد بیا د خپل غږ او نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په پېښه کې شاوخوا خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دې.

د چاودنو په ګډون، ځانمرګي او موټر بم بریدونه هغه تخنیک و چې طالبانو د جمهوري نظام او د بهرنیو عسکرو پر وړاندې ترې د یوې وسیلې په توګه ګټه پورته کوله، خو اوس د دوی اوسنی رژیم خپله له دې ګواښ سره مخ دی.

تر ډېره د دې بریدونو مسوولیت داعش ډله مني، هغه څوک چې د طالبانو اوسنی حکومت یې د ځان پر وړاندې لوی ګواښ نه‌مني.

خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون، د امریکا متحده‌ایالاتو او نورو ډېرو هېوادونو په افغانستان کې د داعش ګواښ جدي بولي او وېره ښيي چې احتمالاً د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG