د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

رادمنش: داعش د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د پراخ نفوذ په لټه کې ده


د بدخشان مرکز فیض اباد کې د چاودنې له کبله د دې ولایت لپاره د طالبانو سرپرست والي نثاراحمد احمدي وژل شوی. 06.06.2023
د بدخشان مرکز فیض اباد کې د چاودنې له کبله د دې ولایت لپاره د طالبانو سرپرست والي نثاراحمد احمدي وژل شوی. 06.06.2023

اسلامي دولت ډلې یا داعش د بدخشان د سرپرست والي نثاراحمد احمدي د فاتحې پر مراسمو د برید پړه منلې ده.

داعش ډلې له دې مخکې هم په بدخشان او د هېواد په نورو ولایتونو کې د یو شمېر خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

د افغانستان د پوځ متقاعد جنرال محمدرادمنش په دې باور دی چې اسلامي دولت ډله د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د پراخ نفوذ په لټه کې ده.

احمد تکل له ښاغلي رادمنش سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلی دی چې ولې د داعش ډلې پاملرنه ډېره بدخشان ولایت ته ده؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00
XS
SM
MD
LG