د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

داعش په بدخشان کې د درېیمې خونړۍ حملې مسوولیت هم ومانه


د طالبانو وسله وال کسان د بدخشان په فیض اباد کې د هغه جومات مخې ته ولاړ دي چې تېره پنجشنبه په کې چاودنه وشوه او لسګونه کسان په کې ووژل شول.
د طالبانو وسله وال کسان د بدخشان په فیض اباد کې د هغه جومات مخې ته ولاړ دي چې تېره پنجشنبه په کې چاودنه وشوه او لسګونه کسان په کې ووژل شول.

اسلامي دولت ډلې يا داعش په تېره یوه میاشت کې په بدخشان ولایت کې د درېیمې خونړۍ حملې مسوولیت هم ومانه.

اسلامي دولت ډله یا داعش ادعا کوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې خپله درېیمه حمله هم په بدخشان ولایت کې ترسره کړه.

وروستۍ حمله چې دې ډلې یې مسوولیت ومانه، د پنجشنبې په ورځ د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د سرپرست والي نثاراحمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې وشوه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، په دې چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۳۰ نور کسان ټپیان شول.

په بدخشان کې د تېرې پنجشنبې د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي.
په بدخشان کې د تېرې پنجشنبې د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي.

د راپورونو له مخې دا چاودنه له غرمې مخکې د مرکز فیض‌‌اباد د لومړۍ برخې په نبوي جومات کې وشوه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې داعش ډلې بېګا په یوه بیان کې د دې پېښې مسوولیت ومانه.

اسلامي دولت ډلې د احمدي د وژنې پړه هم منلې وه.

د طالبانو سرپرست والي نثاراحمد احمدي او د هغه موټر چلوونکی د سه‌شنبې په ورځ په یوه انتحاري برید کې ووژل شول.

د بدخشان لپاره د طالبانو سرپرست والي په ځانمرګي بريد کې ووژل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

له دې مخکې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې هم داعش ډلې د هغې حملې مسوولیت ومانه چې د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قوماندان عبدالحق ابوعمر په‌کې ووژل شو.

له بلې خوا د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې ویلي چې، د بدخشان ولایت روان وضعیت او پېښې په ځیرتیا سره څاري.

په شمال کې د مقاومت جبهې غړي
په شمال کې د مقاومت جبهې غړي

دې ډلې د پنجشنبې ورځې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او وايي چې طالبان د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي.

په عین حال کې د طالبانو حکومت ویلي، داعش ډله په افغانستان کې د ورکېدو په حال کې ده.

د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل، د داعش د پیاوړي کېدو په اړه خبرې د افغانستان پر ضد تش تبلیغات دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

اسلامي دولت ډلې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېرو نژدې ۲۲ میاشتو کې د تر ټولو خونړیو حملو پړه منلې ده.

د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه د اټکل له مخې دا ډله په افغانستان کې ۲۲۵۰ تنه وسله‌وال لري.

داعش په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې په بدخشان ولایت کې د درېیو حملو پړه منلې، ولې بدخشان د داعش لپاره دومره مهم دی؟

د افغانستان کومې سیمې یا ولایتونه دا مهال د دې د تروریستي ډلې له ګواښ سره مخامخ دي؟

طالبان وايي چې، داعش ډلې په افغانستان کې د له منځه تلو په حال کې ده، خو د دې حملو مخه نه نیول کېږي.

ایا د داعش ډلې ځواک دومره دی چې طالبان له امنیتي پلوه وننګوي؟

XS
SM
MD
LG