د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

د بدخشان د پرونۍ چاودنې د مرګژوبلو شمېر په اړه ضد و نقیض راپورونه


په بدخشان کې د جومات دننه د پرونۍ چاودنې ټپیان روغتون ته لېږدول کېږي.
په بدخشان کې د جومات دننه د پرونۍ چاودنې ټپیان روغتون ته لېږدول کېږي.

د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد کې د پرونۍ چاودنې د مرګژوبلو د شمېر په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.

یوې خبرې سرچینې، د نوم نه ښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل چې تر پرون ناوخته پورې په دې پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل شوي وو.

خو په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس معزالدین احمدي د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ تنه ښيي.

دا چاودنه تر غرمې مخکې په لس نیمې بجې د فیض‌اباد د نوي ښار د لومړۍ حصې په نبوي جومات کې داسې مهال وشوه چې ځايي طالب چارواکي او عام خلک د بدخشان لپاره د طالبانو د مرستیال والي نثاراحمد احمدي فاتحې ته راټول شوي وو.

نثاراحمد احمدي تر دې دوې ورځې وړاندې یعني د سې‌شنبې د ورځې په موټربمي برید کې وژل شوی و.

پر احمدي د حملې مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

وروسته له دې چې د ۲۰۲۱ په اګست کې طالبان بیا واک ته رسېدلي، داعش ډلې د ګڼو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

طالبانو مخکې ادعا کړې وه چې په یو لړ عملیاتو کې یې داعش ډله په افغانستان کې ځپلې ده.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له اټکل سره سم په افغانستان کې د داعش د وسله‌والو غړیو شمېر۲۲۵۰ تنو ته رسېږي.

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د فیض‌اباد چاودنې ته په اشارې په یوه ټویټ کې پرون ناوخته ولیکل چې، د امریکا متحده‌ایالتونه په یوه سپېڅلي ځای کې دا بوږنوونکی جنایت غندي.

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر، یوناما هم دا برید غندلی او په برید کې یې د ملکیانو پر وژل کېدو ژوره اندېښنه ښکاره کړې وه.

ایران هم دا برید غندلی دی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني ویلي چې پر بې ګناه خلکو په تېره بیا په مذهبي ځایونو کې بریدونه د اسلام د تعالیمو خلاف عمل دی.

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح‌الله مجاهد په څو ټویټونو کې کښلي چې د فیض‌اباد پرونۍ حمله د دښمنانو کار دی.

د جمهوري حکومت په مهال هم دې ته ورته حملې په جوماتونو او د جنارې او فاتحې په مراسمو کې کېدې.

هماغه مهال هم حکومت دا ډول بریدونه د اسلام د دښمنانو کار باله او تر ډېره به یې مسوولیت د طالبانو په غاړه اچاوه.

XS
SM
MD
LG