د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

په افغانستان کې داعش د لوېديځو هېوادونو امنيت ته خطرناک ګواښ وبلل شو


ارشیف: د داعش وسله وال
ارشیف: د داعش وسله وال

د امریکا د سولې انسټېټوټ، په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې موجودیت او فعالیت د سویلي اسیا او لوېدیځو هېوادونو لپاره مخ پر زیاتېدونکی ګواښ بولي.

ياد انسټېټوټ د چهارشنبې په ورځ 'په افغانستان او سوېلي اسیا کې د اسلامي دولت د مخ پر ودې ګواښ' تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ، چې په‌کې ویل شوي، په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، په سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ ډېر شوی دی.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې فعالیتونه د لوېدیځ او د هغوی د سوېلي اسیا شریکانو لپاره مخ په زیاتېدونکی، احتمالي او خطرناک ګواښ دی.

په راپور کې زیاته شوې چې په جنوبي اسیا کې د اسلامي دولت یا داعش حضور یوازې تر افغانستان او پاکستان کې نه‌دی محدود، بلکې د هند، بنګله‌دېش، میانمار، مالدیف او سریلانکا په څېر سیمې هم په‌کې شاملې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې دغه ډله د پخواني افغان حکومت لپاره یو جدي امنیتي ګواښ و او اوس غواړي د حکومت جوړولو لپاره د طالبانو هڅې ګډې وډې کړي.

د امریکا د سولې انسټېټوټ له لوېدیځ هېوادونوغوښتي چې له طالبانو سره د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې د مختلفو متقابلو اقداماتو د ترسره کولو لپاره محدوده همکاري ترسره کړي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د امریکا د سولې د انسټېټوټ راپور د خلکو د ذهنیت د مغشوشولو هڅه وبلله او ویې ویل چې داعش ډله په افغانستان کې تقریباً له منځه تللې ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد وويل: "ټول افغانان د دې شاهدان دي چې په هېواد کې ټولیز امنیت تامین شوی. دلته هېڅ ډول په خپل سر ډلې شتون نه‌لري او داعش چې د امریکايي اشغال د مهال یوه پدیده وه، له منځه تللې او د تباهۍ له ګواښ سره مخ ده. یو سلنه او که دوه سلنه پاتې ده، د اسلامي امارت د ځواکونو تر ځپلو او بریدونو لاندې ده."

که څه هم د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې په افغانستان کې د داعش ډله د منځه تلو په حال کې ده، خو په وروستیو شلو میاشتو کې په تېره بیا د یادې ډلې د خراسان څانګې، د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

درې ورځې وړاندې د داعش په بدخشان کې د طالبانو پر سرپرست والي د ځانمرګي برید چې له موټر چلوونکي سره یې ووژل شو، مسوولیت منلی و.

د بدخشان لپاره د طالبانو سرپرست والي په ځانمرګي بريد کې ووژل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

تر دې مخکې د بلخ لپاره د طالبانو والي داوود مزمل هم په دغه ولایت کې په یوه برید کې وژل شوی و، چې د دې برید پړه هم داعش پر غاړه اخیستې وه.

له بلې خوا د امنیتي او پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي، د داعش ډلې ګواښ تر ډېره د افغانستان خلکو ته دی، خو لوېدیځو هېوادونو ته ګواښ نه‌شي کېدای.

د امنیتي او پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم
د امنیتي او پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم

نوموړی وايي: "دا رښتیا ده چې داعش په افغانستان کې شتون او فعالیت لري، خو دا د افغانستان خلکو لپاره ګواښ دی. ښایي تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان په څېر هېوادونو ته، د دې ډلې له‌خوا ګواښ وي، خو امریکا، اروپا او د ناټو پیاوړو هېوادونو ته اصلا کوم ګواښ نه‌شته."

تر دې وړاندې د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال مایکل کوریلا ویلي وو، داعش په شپږو میاشتو کې له افغانستانه بهر د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو پر اهدافو د بریدونو وړتیا ترلاسه کولای شي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو هم په افغانستان کې د داعش پر حضور اندېښنه ښودلې ده.

خو د طالبانو حکومت په وار وار دا ادعا کړې چې په افغانستان کې د داعش د خراسان ولایت څانګې مشران او لوړپوړي چارواکي د دغې ډلې پر ضد په عملیاتو کې وژل شوي یا نیول شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې تېره اوونۍ د طالبانو حکومت ادعا وکړه، چې د لغمان ولایت لپاره یې د داعش نومول شوی والي تراب په ننګرهار کې له یوه هم‌لاسي سره وژلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG