د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

سپینه ماڼۍ: طالبانو د کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړي برید طراح وژلی


ارشیف: د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د شوي برید سیمه
ارشیف: د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د شوي برید سیمه

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وایي چې د طالبانو چارواکو د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړي برید طراح وژلی دی.

دا برید د اګست په ۲۶ نېټه د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې هغه مهال وشو چې امریکايي ځواکونه د وتلو په حال کې و او په پایله کې یې ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

د فرانس پرس آژانس د راپور له مخې جان کربي پرون په یوه بیان کې وویل چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې یوه مشر چې مستقیماً یې د دغه برید په پلانولو او سرته رسولو کې لاس درلود، وژل شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي

نوموړي زیاته کړه چې هغه د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوی، خو په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

د طالبانو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په افغانستان کې د وروستیو کلونو د ډېرو خونړیو حملو له ډلې وه چې له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو د څرنګوالي په برخه کې یې د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر حکومت پراخ انتقادونه وپارول.

د پنټاګون ویاند جنرال پاټریک رایډر هم پرون ناوخته په یوه بیان کې تایید کړه چې د دغه برید تنظیمونکی د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

رایډر ویلي، متحده ایالات د هغه د وژلو په عملیاتو کې ښکېل نه و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG