د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

بلېنکن: افغانستان کې اوس هم ۱۷۵ امريکايي وګړي بند پاتې دي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن

امریکايي چارواکي ادعا کوي چې، لا هم په افغانستان کې د دوی اتباع شته او ځينې یې له طالبانو سره بندیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته کړي.

بلېنکن کمېټې ته دا هم ویلي چې، یو شمېر امریکایان د طالبانو له‌خوا توقیف شوي او واشنګټن د دوی د ازادۍ لپاره کار کوي.

"ډېری امریکایان دي چې طالبانو په وسیله ګواښل کېږي

نوموړي ويلي: "ډېری امریکایان دي چې طالبانو په وسیله ګواښل کېږي، موږ د هغوی امنیت لپاره کار کوو، بل دا چې له موږ نه د هغوی د هویت د پټ ساتلو غوښتنه شوې ده او موږ هم له هغوی غوښتي چې د کېسونو په اړه په عامه ځایونو کې خبرې ونه‌کړي، اوس زموږ تقریبا د ۱۷۵ په شاوخوا کې کسان په افغانستان کې دي چې ۴۴ یې د وتلو لپاره اماده او په دې اړه هڅې روانې دي."

نوموړي په افغانستان کې د هغه افغانانو په اړه چې له امریکایانو سره یې کار کړی له افغانستانه د دوی د ویستلو په اړه هم څرګندونې وکړې.

ښاغلي بلېنکن ددغې پروسې د چټکتیا لپاره د امریکا له کانګرس نه د بوديجې غوښتنه کړې.

له افغانستان د تخليې پروګرام
له افغانستان د تخليې پروګرام

موږ هڅه وکړه په افغانستان کې د هغه امریکايي اتباعو سره چې بند پاتې خبرې وکړی خو بریالي نه‌شولو.

له بلې خوا بیا هغه افغانان چې کلونه کلونه یې له امریکایانو سره کار کړی او د دې هېواد د کډوالۍ د ویزو ځانګړي کېسونه (SIV) لري، بیا د خپل نامعلوم برخلیک د معلومېدو غوښتنه کوي.

د دوی له ډلې يې يو د نوم د نه خپراوي په شرط ازادی راډیو ته وویل: "زه د څو هېوادونو سره کاري تجربه لرم، زیاته تجربه مې له امریکایانو سره ده. د (SIV) کېس لپاره اسناد لرمه کارونه مې تر يو ځایه مخکې تللي دي، خو کام اپروفل مې نه‌دی ترلاسه کړی، اته میاشتې کېږي چې زما کام اپروفل نه‌دی راغلی، هیله لرم چې دا کارونه لږ چټک شي تر څو زموږ سرنوشت معلوم شي."

هیله لرم چې دا کارونه لږ چټک شي تر څو زموږ سرنوشت معلوم شي."

دغه راز يو بل کس چې دا هم نه‌غواړي نوم ياد شي ورته خبره کوي او وايي: "زه د (SIV) کېس لرمه کارونه مې ټول خلاص دي او د ویزې په تمه یمه خو دا دی څو میاشتې شوي هیڅ درک نه‌دی معلوم، اقتصادي حالات مې خراب دی ان په صفر درجه کې دی."

ازادي راډیو د امریکايي چارواکو دغه څرګندونې له طالبانو سره هم شریکې کړې، د دوی د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ داسې څوک نه‌لرو چې د دوی بندیان له موږ سره وي، د دوی دا داعوه به موږ وڅېړو چې پر کوم اساس یې کړې ده."

د امریکا د بهرونیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې، جمهوري غوښتونکو د بایډن له ادارې څخه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د هغه د ویجاړوونکې وتنې په اړه د حساب ورکولو فشار ته دوام ورکړی.

د جمهوریت غوښتونکو په باور د بایډن د پرېکړې یو بد اړخ دا هم و، کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستان نه وتل د کابل هوايي ډګر ته څېرمه یو ځانمرګي برید د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون شاوخوا ۱۷۰ افغانان چې د کابل هوایي ډګر ته ورټول شوي وو، ووژل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG