د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۲

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل
له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل

د افغانستان په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

پر امریکايي ورځپاڼو سربېره د برېتانیا او کاناډا ورځپاڼو هم له افغانستانه د ۲۰۲۱ په اګست کې د امریکايي پوځیانو د بې بندوبسته وتلو په اړه کانګریس ته د امریکا د اوسني ولسمشر پر توضیحاتو لیکنې خپرې کړي دي.

مېل ورځپاڼه:

د برېتانیا مېل ورځپاڼې کښلي چې ولسمشر جو بایډن ټوله پړه پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اچولې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د کابل د هوايي ډګر د پېښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی و او ویلي و چې، په دې څېړنه کې باید څرګنده شي چې څه شی سبب شو چې دا پېښه رامنځته شي.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو او د امریکا د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په اړه ۱۲ مخیز راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې د خپلو اقداماتو په اړه د ولسمشر بایډن مسوولیت ته لږه اشاره شوې ده.

د امریکا حکومت وايي، له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو وروسته ارزونې، چې د پنجشنبې په ورځ کانګریس ته وسپارل شوې، خورا محرمانه دي او د خلکو د لیدو لپاره به خپرې نه‌‌شي.

د سپینې ماڼۍ د مالوماتو پر اساس، په دې ارزونه کې ویل شوي چې، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه ولسمشر بایډن ډېر انتخاب نه درلود مګر دا چې د پخواني ولسمشر له پرېکړې سره سم اقدام وکړي.

واشنګټن ټايمز ورځپاڼه:

خو واشنګټن ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د سپینې ماڼۍ راپور د کانګریس د جمهوریپالو غړیو له قهرجن عکس العمل سره مخامخ شو.

جمهوریپالو غړیو د تحقیقاتو لپاره د ولسمشر بایډن پر حکومت فشار راوست چې له افغانستانه د بې بندوبسته وتلو په اړه دوی ته راپور وړاندې کړي.

د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې جمهوریپال رئیس مایکل مک‌کال پر حکومت توندې نیوکې وکړې، ویې ویل چې د ځواکونو د ایستلو امر بایډن کړی و او مسوولیت ده ته ورله غاړې دی.

مک‌کال، چې د ځواکونو د ایستلو په مهال د ګډ وډیو په اړه د جمهوریپالو له لوري د پیل شویو څېړنو څارنه کوي، وايي چې پر بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د ده پر له پسې تورونو او د هغو د احضارولو خبردارۍ سبب شول چې بالاخره حکومت کانګریس ته سند یا راپور ولېږي.

په سند کې، منل شوې چې حکومت له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو یو لړ درسونه زده کړي دي.

له افغانستانه د ځواکونو ایستلو د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله خو په نتیجه کې یې طالبان یو وار بیا واک ته ورسېدل.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG