د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

رسنۍ: کابل کې د داعش د خراسان څانګې مرستیال وژل شوی


ارشیف: یو طالب وسله وال په کابل کې د داعش په یو پټنځای کې د عملیاتو پر مهال
ارشیف: یو طالب وسله وال په کابل کې د داعش په یو پټنځای کې د عملیاتو پر مهال

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبرداری ورکړی چې د داعش د خراسان څانګې مرستیال انجینر عمر د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو د استخباراتو په ځانګړو عملیاتو له‌منځه تللی.

داسې مهال چې طالبان هر ځل ادعا کوي چې په افغانستان کې یې داعش ډله له‌منځه وړې، خو باختر خبري اژانس نن خبر ورکړی چې په کابل کې د داعش د خراسان څانګې د والي مرستیال انجینر عمر وژل شوی دی.

باختر اژانس په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، انجینر عمر د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو د استخباراتو په ځانګړو عملیاتو کې د کابل د بګرامیو ولسوالۍ، بتخاک څلور لارې کې د شمشاد کوڅې ته نږدې وژل شوی دی.

خبر کې دا هم لیکل شوي چې هغه د کابل په وروستیو ټولو بریدونو کې لاس لاره.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور او د استخباراتو ریاست ویاند خلیل همراز د دې خبر په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د امنیتي مسایلو یو شمېر کارپوهان په دې اړه مشکوک او اندېښمنونکي نظریات لري.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي، په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په بېلابېلو سیمو کې داعش ډله پیاوړې شوې ده.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم
د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم

ښاغلی نديم وايي: "کېدای شي داعش بهرنۍ اړیکې هم ولري، خو د طالبانو له راتګ وروسته داعش ډله پياوړې شوه. د دوی لیکې، مبارزه او عملیات عمومي دي او د افغانستان په ټوله جغرافیه کې حضور لري، هغه ډول چې په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندان ووژاه."

داعش همدا ډول په بلخ کې د طالبانو والي محمد داوود مزمل د وژل کېدو پړه هم منلې وه.

په بلخ کې د طالبانو والي محمد داوود مزمل چې د روان میلادي کال د مارچ په نهمه په خپل دفتر کې د یوې چاودنې له امله ووژل شو.
په بلخ کې د طالبانو والي محمد داوود مزمل چې د روان میلادي کال د مارچ په نهمه په خپل دفتر کې د یوې چاودنې له امله ووژل شو.

د جمهوري نظام یو شمېر امنیتي مسوولان هم ادعا کوي چې احتمالاً طالبان او داعش پټ او مشکوک تړاو لري.

د جمهوري نظام پر مهال د امنیه قوماندانۍ تامیناتي مرستیال صعود بختیار ازادي راډیو ته وویل: "احتمالاً طالبان او داعشیان په ډېر مرموز او پټ ډول یو او بل سره همکار دي. پاتې هغه کسان چې دوی یې وژني د داعش نوم پرې ږدي، څو وشي کولای سیمې او نړیوالې ټولنې ته ووايي چې موږ له یوې ترهګرې ډلې په جګړه کې یوو، څو د هغوی ملاتړ وګټي."

خو له دې ټولو اندېښنو سره سره، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پاکستان ته د سفر د سټراټېژیکو مطالعاتو په مرکز د وینا پر مهال دعوه وکړه چې په افغانستان هېڅ ترهګره ډله نه‌شته.

نوموړي ويلي:"دا ټولې پروپاګاند دی دا ټول د بدنامۍ هڅې دي. په افغانستان کې نه تروریستي ډلې شته، نه هلته فعالیت کولای شي، نه موږ د فعالیت اجازه ورکوو."

خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مارچ په اتمه یوه راپور کې وویل، په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۳ ترهګرې ډلې فعالې دي او هغوی به وکولای شي چې په دې هېواد کې امن پټنځایونه پیدا کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په همدې راپور کې په افغانستان کې د داعش ډلې د وسله‌والو او ګواښ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ.

تر خوا یې د امریکا متحده‌ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ'سنټکام' عمومي قوماندان جنرال مایکل کوریلا د مارچ په دویمه د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې استماعیه غونډې ته وویل، د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د داعش وسله‌والو شمېر زیات شوی دی.

هغه ویلي و، اوسمهال په افغانستان کې د داعش وسله‌والو شمېر ۲۲۵۰ تنو ته رسېږي، خو طالبانو یې دا خبره رد کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG