د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

افغانستان ولې د مذهبي ازاديو د 'اندېښنې وړ هېوادونو' په نوملړ کې نه‌دی شامل شوی؟


ارشیف: په کابل کې د اهل هنودو پر ګوردواره د شویو بریدونو وروسته د سیمې انځور - 18 June 2022
ارشیف: په کابل کې د اهل هنودو پر ګوردواره د شویو بریدونو وروسته د سیمې انځور - 18 June 2022

د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو نړیوال کمېسیون د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت له دې امله نیوکه کړې چې افغانستان يې د مذهبي ازادیو 'د اندېښنې وړ هېوادونو' په نوملړ کې نه‌دی شامل کړی.

يو افغان اهل هنود چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي، له تېر یو کال راهیسې د سیمې یوه هېواد ته کډوال شوی او درېیم هېواد ته د کډوالۍ د غوښتنلیک د منلو په تمه دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې یې مذهبي ازادي په بشپړ ډول محدوده شوې وه او له یوه کال راهیسې یې ان ژوند ته امنیتي ګواښ پېښ و، له همدې امله یې افغانستان پرېښود او کډوالۍ ته یې مخه کړه.

هغه وايي: "له هغې وروسته چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰م کلونو کې پر موږ ځانمرګي بریدونه وشول او کله چې امارت واکمن شو بیا د کارته پروان په درمسال کې پر موږ ځانمرګی برید وشو، نو اوس په افغانستان کې زموږ ډېر خلک نه‌دي پاتې، یوازې اته کسه پاتې دي او اکثریت کاناډا ته تللي دي."

دی وايي، له کلونو راهیسې په افغانستان کې هندوانو ته د ځانګړو ښوونځیو د شمېر کموالی او د مذهبي مراسمو په برخه کې محدودیتونو د دوی مذهبي ازادي ترې نه اخیستې وه او په وروستیو کې امنیتي ستونزو د دوی ژوند لا تریخ کړی و.

تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په جون میاشت کې د کابل په کارته پروان سیمه کې د افغان سېکانو په ګوردوارې د ځان مرګي برید له امله د رسمي شمېرو له مخې درې کسان ووژل شول.

له دې وړاندې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د کابل په شور بازار سیمه کې د مذهبي مراسمو پر مهال د سېکانو پر درمسال په خونړیو انتحاري حملو کې د يادو مذهبي لږکيو لږ تر لږه ۲۵ غړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

د دواړو پېښو مسوولیت داعش وسله‌والو منلی و.

په کابل کې د اهل هنودو پر ګوردواره د شوې چاودنې وروسته د سیمې وضعیت - March 25, 2020
په کابل کې د اهل هنودو پر ګوردواره د شوې چاودنې وروسته د سیمې وضعیت - March 25, 2020

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مذهبي ازادیو نړیوال کمېسیون په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د 'مذهبي ازادیو له اړخه د اندېښنې وړ هېوادونو' په نوملړ کې افغانستان نه‌دی شامل کړی.

دې کمېسیون د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو محدودېدو مسئله جدي وګڼي او افغانستان دې د 'د مذهبي ازادیو له اړخه د اندېښنې وړ هېوادونو' په نوملړ کې شامل کړي.

د ياد کمېسیون د راپور په یوه برخه کې راغلي: "په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو وروسته، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو وضعیت له ناوړه برخلیک سره مخ شو، ځکه طالبانو په خپله خوښه او خپل تفسیر د شریعت تطبیق ته مخه کړې او دې وضعیت د مذهبي لږکیو ازادي ترېنه اخیستې."

د مذهبي ازاديو کمېسیون په راپور کې ویل شوي، یو علت چې ولې امریکا افغانستان 'د مذهبي ازادیو له اړخه د اندېښنې وړ هېوادونو' په نوملړ کې نه‌دی شامل کړی، کېدای شي دا وي چې متحده ایالاتو تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پاتل د واشنګټن په وخت د دوشنبی په ورځ د یاد کمېسیون د راپور او نیوکو په ځواب کې خبریالانو ته وویل: "که څه هم چې د مذهبي ازادیو له اړخه د اندېښنې وړ هېوادونو د نوملړ په اړه د کمېسیون وړاندیزونه د بهرنیو چارو وزارت له اندېښنو سره څه ناڅه یو شان دي، خو په بشپړه توګه سره ورته نه‌دي. هغه دولتونه او ادارې چې د دې راپور په اړه کومه مشخصه پوښتنه یا نظر لري نو په مستقیم ډول دې له کمېسیون سره په اړیکه کې شي."

په دې راپور کې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو د محدودېدو ترڅنګ، د طالبانو هغو اقداماتو ته هم اشاره شوې چې، له مخې یې له اسلامه د طالبانو د سخت دریځه تفسیر له امله نجونې د زده‌کړو او ښځې هم د کار او مدني فعالیتونو له حقونو بې برخې شوي دي.

د دې راپور د موندنو او په افغانستان کې د مذهبي ازادیو د محدودېدو په اړه مو د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر هم وپوښت، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG