د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

په تخار کې د پوهنتون د استاد 'سبحان‌الله سبحاني' د خوشې کېدو غوښتنه وشوه


ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې یو زندان
ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې یو زندان

په تخار ولایت کې د پوهنتون د استاد سبحان‌الله سبحاني خپلوان وايي، هغه نږدې ۴۳ ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو ونیوه، خو تر ننه یې معلومات نه‌شته.

په تخار ولایت کې د پوهنتون د استاد سبحان‌الله سبحاني کورنۍ له طالبانو غواړي چې هغه له بنده خوشې کړي.

د ښاغلي سبحاني یو خپلوان ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې لیکلي چې هغه د ۱۴۰۱ کال د کب په ۱۶مه په تالقان ښار کې د طالبانو استخباراتو ونیوه.

دا چې نه‌غواړي نوم یې راپور کې یاد شي زیاتوي، نه پوهېږي چې د سبحان‌الله سبحاني جرم څه دی.

د یاد کس له قوله، ښاغلی سبحاني لومړیو کې ۱۸ ورځې د طالبانو د استخبارتو په نظارت خونه کې و، خو وروسته یې د تخار محبس ته ولېږه.

په ورته وخت کې له موضوع یوې بلې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې سبحان‌الله سبحاني له دې امله چې په ټولنیزو رسنیو کې یې په طالبانو نیوکه کړې وه، بندي شوی دی.

هغه وویل: "ټولنیزې شبکې ټول افغانستان کې فعالې دي، ټول په کې خپل نظر لیکي او دا د هر هېوادوال حق دی. سبحاني له دې زیات جرم نه‌لري. له اسلامي امارت د ښاغلي سبحاني د کورنۍ غوښتنه دا ده چې هغه هر څه ژر له بنده خوشې کړي، ځکه د دوکتورا او له تیزس د دفاع وروستۍ مرحله یې وه، څو له زده‌کړو پاتې نه‌شي. دوسیه یې اوسمهال د کندز په نظامي محکمه کې ده او خپله د تخار ولایت په محبس کې دی."

په تخار کې د طالبانو امنیه قومانداني د نوموړي له نیولو بې‌خبري ښيي.

د ازادي راډیو خبریال په دې اړه د طالبانو له استخباراتو سره له پرله‌پسې اړیکو وروسته هم په خبرو کولو بریالی نه‌شو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو وروستیو کې یو شمېر نور ټولنیز او مدني فعالان هم نیولي چې د برخلیک په اړه یې هېڅ معلومات نه‌شته.

د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا، په هرات کې د پوهنتون استاد رسول عبدي پارسي، په پنجشېر کې محلي سندرغاړی موسی شاهین، خبریال مرتضی بهبودي، نرګس سادات او الهه دلاورزۍ له هغو کسانو دي چې د طالبانو په بند کې دي، خو د برخلیک په اړه یې هېڅ معلومات نه خپرېږي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو د ملاتړ کمېټې د طالبانو له‌خوا د فعالانو د خپل‌سرو نېونو، شکنجې او تهدید په اړه ویلي و چې دا وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په خپل کلني راپور کې چې روانه میاشت خپور شو لیکلي و، طالبان د خلکو د نیونو او شکنجې لپاره له غیرقانوني لارو ګټه اخلي.

له دې ټولو اسنادو سره سره، د طالبانو حکومت د خپلو کسانو له‌خوا د بشري حقونو نقض ردوي، خو د بشري حقونو بېلابېل ملاتړي بنسټونه بیا طالبانو په دې ډول کړنو تورنوي.

د طالبانو له بنده خوشې شویو یو شمېر معترضو ښځو او ځینو نورو فعالانو هم رسنیو ته ویلي چې طالبانو شکنجه کړي او نا مناسب چلند یې ورسره کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG