د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

زرلښت ولي: مطیع‌الله ویسا غیر سیاسي فعالیت کاوه


د زده‌کړو فعال مطيع‌الله ويسا چې اوس د طالبانو په بند کې دی.
د زده‌کړو فعال مطيع‌الله ويسا چې اوس د طالبانو په بند کې دی.

طالبانو لا هم د ماشومانو د زده‌کړو فعال او د قلم لار ټولنې مشر، مطیع‌الله ویسا له بنده نه‌دی خوشې کړی.

مطیع‌الله ویسا د وري پر ۷مه د کابل په خوشحال خان سیمه کې د طالبانو د استخباراتي کسانو له‌خوا ونیول شو.

د ویسا تر څنګ ځینې نور کسان هم چې د تعلیم، د ښځو او نجونو د حقونو لپاره مبارزه کوي د طالبانو له‌خوا نیول شوي او بد چلند ورسره شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، مطیع‌الله ویسا د دوی د حکومت له اجازې پرته غونډې کولې او د ده په وینا عامه افکار یې مغشوشول.

زموږ همکار، د قلم لار ټولنې له یوې غړې زرلښت ولي څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: د مطیع‌الله ویسا په څېر فعالان ولې نیول کېږي؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:29 0:00
XS
SM
MD
LG