د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

پر کابل هوايي ډګر د بريد د طراح وژل کېدو په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


د کابل هوايي ډګر، انځور - ارشيف
د کابل هوايي ډګر، انځور - ارشيف

د افغانستان په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

ګڼو لوېدیځو رسنیو د امریکا د دفاع وزارت چارواکو پر هغو څرګندونو لیکنې او راپورونه خپاره کړي چې وايي، طالبانو د داعش د خراسان څانګې هغه مشر وژلی دی چې، د افغانستان څخه یې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې چاودنې پلان کړې وې.

په دې چاودنو کې تر ۱۷۰ زیات افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي وو.

واشینګټن ټایمز ورځپاڼه:

د واشینګټن ټایمز ورځپاڼې په دې اړه یو راپور خپور کړی او په‌کې یې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په حواله ویلي چې، د داعش د دې مشر په وژلو کې امریکا ښکېل نه وه.

پینټاګون د داعش د وژل شوي مشر هویت هم نه‌دی په ډاګه کړی.

ورځپاڼه د کابل د هوايي ډګر ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګري یاد کړی دی او وايي، نوموړی هغه مهال چې طالبان په هېواد واکمن او د پخواني حکومت زندانونه مات شول له زندان څخه خوشې شوی و.

هغه د کابل په هوايي ډګر کې د ابې دروازې په نوم له هغې دروازې بهر چاودنه وکړه له کومې دروازې څخه چې امریکايي ځواکونو خپل افغان متحدان له هېواده ایستل.

له برېتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې هم په همدې اړه یوه لیکنه کړې او په یوه برخه کې په دې چاودنه کې د یو وژل شوي امریکايي سرتېري د پلار له قوله ویلي چې، دا او مېرمن یې تېر یو نیم کال د خپل ۳۱ کلن زوی د وژل کېدو په ویر تېر کړی او د داعش د یو نامعلوم مشر وژل کېدل له دوی سره کومه مرسته نه‌کوي.

واشینګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د راتلونکې په اړه یو بل خبرداری ورکړی او هغه په دې هېواد کې د شدیدې تودې هوا خبرداری دی.

ورځپاڼې د بریتسول برېتانوي پوهنتون د څېړونکو یوې وروستۍ څېړنې ته اشاره کړې چې وايي، بې ساري تودوخې، زیاتېدونکي نفوس او محدودو روغتیايي خدمتونو او د انرژۍ د سرچینو کمښت د افغانستان او د مرکزي امریکا ځینې هېوادونه له سخت خطر سره مخ کړي دي.

واشینګټن پوسټ زیاتوي د دې څېړونکو په وینا افغانستان "تر ټولو زیات د اندېښنې وړ سیمه ده" چې دلایل یې د سرچینو کموالی، د وګړو په شمېر کې یې د چټک زیاتوالي اټکل او تر هغې د ډېرو تودو څپو سره مخ کېدل چې مخکې دې هېواد تجربه کړي دي، یاد شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په کرهنیز معیشت باندې تکیه، کمزوری ټولنیز- اقتصادي پرمختګ او د لسیزو جګړو افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې خورا زیانمنونکی کړی دی چې د خوراکي توکو په کمښت کې جدي رول لوبولی شي.

همدا اوس د افغانستان ګڼې سيمې وچکالۍ ځپلي دي، چې له کبله یې په هېواد کې دننه د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو شمېر زيات شوی دی.

له بله پلوه د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ راهيسې په دې هېواد کې بې‌وزلي او لوږه زیاته شوې او د هغو خلکو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو ډېرېږي چې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG