د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

نړيوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

اندیپینډنت ورځپاڼه:

  • د بریتانیا اندیپینډنت ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د یوه افغان پوځي پېلوټ په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، دغه افغان پېلوټ، چې پخوا یې له بریتانیايي پوځیانو سره کار کړی دی، په ډېرو سختیو بریتانیا ته ځان رسولی او اوس له بریتانیا څخه د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دی.

ده له انډیپندنټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې، د بریتانیا په خاص ماموریت کې یې کار کاوه او پر تروریستانو او د مخدرو موادو پر تولیدوونکو یې عملیات کول.

د ده په وینا، کله چې طالبان واک ته ورسېدل د افغانستان د هوايي ځواک د پېلوټانو خلاف یې غچ اخیستونکې هڅې وکړې او له دې کبله چې د تېښتې کوم ځای یې نه درلود، د ژوند ملګرې ورڅخه وغوښتل چې د ځان ژغورلو لپاره له هېواده ووځي.

ده قاچاقبر ته ۱۰ زره یورو ورکړې چې په سختو لارو یې ترکیې او ایټالیا ته ورسوي او له هغه ځایه بریتانیا ته ځان ورسوي.

د ورځپاڼې د مالوماتو پر اساس، دا پېلوټ له بهرنیانو سره د پېلوټۍ تر سند قوی سند نه‌لري.

دی وايي چې، له افغانستانه د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د ګډ وډۍ په ترڅ کې د افغان هوايي ځواک ډېر کسان پاتې شول.

اوس دا پېلوټ رونډا ته د اخراجېدو له خطر سره مخامخ دی.

اندیپندنټ ورځپاڼې د دغه افغان پېلوټ د ملاتړ لپاره یو کمپاین پیل کړی او هڅه کوي چې یوه داسې لاره موندل شي چې هغه په بریتانیا کې پاتې شي.

وال‌سټريټ ژورنال ورځپاڼه:

  • د امریکا وال‌ستریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د (امریکا او طالبان) په نوم د یوه مستند فلم په اړه، چې درې برخې لري، لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې له مخې، د دغه مستند فلم په لومړۍ برخه کې د امریکا بې نتیجې جګړې، تاوتریخوالو او افراطي اسلام ته کتنه شوې ده.

د دې لیکنې په یوه برخه کې لولو: په دغه مستند کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په لېونتوب کې کموالی نه‌شته او په هغه کې په افغانستان کې د امریکا د بې ګټې جګړې، غلطو طرحو، مرګ ژوبلو، او تاوانونو یادونه شوې ده.

ورځپاڼه زیاتوي، د دغه مستند فلم مهمه برخه هغه ده چې خبریال او پروډیوسر مارتین سمیت له دې فلم سره ملګری کېږي.

ده له پیله یعنې له ۱۹۹۴ څخه تر پایه د طالبانو په اړه لیکنې کړي او د فلم په یوه برخه کې د ځوانۍ عکسونه ښيي.

د وال‌ستریت ژورنال له لیکنې سره سم، هغه څه چې په دې مستند کې په زړه پورې دي؛ د دغه خبریال ستومانه او غمجنه څېره ده چې د افغانستان د خلکو د راتلونکې او د مشرانو د ریښتینولۍ په اړه د ده د اندېښنې ښکارندويي کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG