د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

د ۹ خبریالانو د وژنې پنځم تلین؛ ځینې افغان خبریالان: ځاني او کاري خوندیتوب نه لرو


هغه خبریالان او تصویر اخیستونکي چې د ۱۳۹۷ کال د ثور په لسمه د کابل په شش درک سیمه کې په دوو جلاجلا ځانمرګو بریدونو کې ووژل شول.
هغه خبریالان او تصویر اخیستونکي چې د ۱۳۹۷ کال د ثور په لسمه د کابل په شش درک سیمه کې په دوو جلاجلا ځانمرګو بریدونو کې ووژل شول.

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان د ازادي راډیو د درېیو ژورنالیستانو په ګډون د نهو خبریالانو د وژل کېدو د پنځم تلین په مناسبت وايي، لا هم کاري او ځاني خوندیتوب نه‌‌لري.

د ۱۳۹۷ کال د غويي په ۱۰مه، د کابل په شش درک سيمه کې پر یو شمېر خبریالانو چې د یوې بلې چاودنې د پوښښ لپاره سیمې ته تللي وو، ځانمرګی برید وشو.

په دې پېښه کې د ازادي راډیو د درېیو خبریالانو عبادالله حنانزي، سباوون کاکړ او فرشته محرم درانۍ په ګډون ۹ ژورنالیستان ووژل شول.

خو داسې مهال چې له دې پېښې پنځه کاله تېر شول او ان نظام هم بدلون وکړ، لا هم په افغانستان کې خبریالان د ځاني او کاري خوندیتوب احساس نه‌لري.

د ازادي راډیو خبریالان سباوون کاکړ، عبدالله حنانزی او محرم درانۍ چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د ثور په لسمه د کابل شش درک کې د ځانمرګو بریدونو له امله ووژل شول.
د ازادي راډیو خبریالان سباوون کاکړ، عبدالله حنانزی او محرم درانۍ چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د ثور په لسمه د کابل شش درک کې د ځانمرګو بریدونو له امله ووژل شول.

د دغو خبریالانو له ډلې مروه ازادي رادیو ته وايي، دوی د طالبانو په حکومت کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او هیڅوک یې ملاتړ هم نه‌کوي.

هغې وویل: "په افغانستان کې خبریالان له یوه ډېر ناوړه، خراب او نامعلوم وضیعت مخ دي. د خبریالانو امنیت اصلاً د حکومت له خوا نه نیول کېږي، یعنې خبریالان ځاني امنیت نه‌لري."

نوموړې زیاتوي، ډېری ښځینه خبریالانې له دندې ګوښه شوي او اوس په کورونو کې ناستې دي چې اقتصادي حالت یې چندان ښه نه‌دی.

یو بل خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې راپور کې یاد شي ازادي راډيو ته يې وویل، طالبان اجازه نه ورکوي چې په خبریالۍ کې خلاص لاس ولري.

هغه وویل: "هغه خبریالان چې غواړي د ټولنې حقایق انعکاس کړي، څارل کېږي. په بېلابېلو پلمو نیول کېږي او د ژورنالیستیکي اصولو عملي کېدو ته خبریالان نه پرېښودل کېږي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو خبریالانو د ادعاوو او د خبریالانو د وژنو د قضیو د څارنې په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

خو تر دې وړاندې یې د خبریالانو پر وړاندې هر ډول ګواښونه او د دوی ځورول رد کړي وو.

دا په داسې حال کې حال کې ده چې په افغانستان کې د خبریالانو مرکز د کب په ۲۷مه د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت خپاره کړي کلني راپور کې لیکلي وو، په ۱۴۰۱ کال کې د نورو کلونو په پرتله د خبریالانو سره تاوتریخوالی دوه برابره شوی دی.

په دې راپور کې زیاته شوې وه، په ۱۴۰۱ کې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي او د رسنیو له قانون څخه د سرغړونې ۲۳۷ پېښې ثبت شوي دي.

همدا ډول د بې پولې خبریالانو سازمان د ۱۴۰۱ کال د جدي په میاشت کې ویلي وو، په تېرو دوو لسیزو کې په نړۍ کې شاوخوا ۱۷۰۰ خبریالان وژل شوي چې ۸۱ یې په افغانستان کې دي.

بلخوا بیا د افغانستان د ژورنالیستانو د سرتاسري شورا رییس حفیظ‌الله بارکزی ادعا کوي چې تېر حکومت د شش درک د پېښې په ګډون د خبریالانو د وژنې دوسیې په سمه توګه تعقیب نه‌کړې.

بارکزي وویل: "که څه هم هغه وخت کې موږ ټولو غږ پورته کړ چې د دوی قضیې او دوسیې تعقیب شي، له بده مرغه چې تېر نظام تعقیب نه‌کړې."

خو بارکزی دا نه وايي چې اوسمهال د خبریالانو وضعیت د تېر په پرتله ښه شوی او که د خرابېدو په لور روان دی.

بارکزی داسې مهال دا ادعا کوي چې د تېر جمهوري نظام د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي دوه کاله وړاندې ازادي راډيو ته ویلي وو، په شش درک کې په خبریالانو د شوي ځانمرګي برید په جرم پنځه تنه محاکمه شوي چې درې یې په اعدام او دو تنه یې په لس او څوارلس کلو زندان محکوم شوي دي.

د تېر جمهوري نظام د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د تېر جمهوري نظام د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

خو واک ته د طالبانو د رسېدو پر مهال، د دې ډلې له‌خوا د افغانستان ټول زندانونه مات شول چې له امله یې ټول زندانیان وتښتېدل او دا معلومه نه‌ده چې ایا دا کسان هم په دې زندانیانو کې وو او که نه.

په شش درک کې په خبریالانو د شوي ځانمرګي برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG