د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د کابل ښار په شش درک سیمه کې راکټ لګېدلی


د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې نن سې شنبه یو راکټ ولګېد .

د امنيه قوماندانی د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، دا راکټ د کاناډا سفارت ته نېزدې لګېدلی دی، خو کوم ځاني او مالي تاوان يې نه دی اړولی.

د تېرې چهار شنبې د ورځې له خونړي موټر بم برید وروسته کابل د دولت د وسله‎والو مخالفینو د پرله‎ پسې بریدونو شاهد دی.

افغان چارواکي ادعا کوي چې په کابل ښار کې وروستي بریدونه حقاني شبکې او نورو ډلو په پاکستان کې پلان کړي دي.

پاکستان بیا د کابل په وروستیو بریدونو کې خپل لاس لرل ردوي.

پخواني معلومات:

د کابل امنیه قوماندانۍ په کابل ښار کې چاودنه تائید کړه.

د کابل امنیه قوماندانۍ ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه د نهمې حوزې اړوند په شش درک سیمه کې د یوه توغندي د لګېدو له امله وه چې چاته‌یې ځاني او مالي زیان نه‌دی اوښتی.

  • پخواني معلومات

کابل ښار کې د یوې چاودنې غږ واورېدل شو.

نور جزئیات‌یې وروسته ...

XS
SM
MD
LG