د مې د میاشتې درېیمه د مطبوعاتو نړیواله ورځ ده.
د ازادو رسنیو نه د ملاتړ یو شمېر بنسټونه په افغانستان کې تېر اولس کلونه د رسنیو لپاره د بریا ترڅنګ د ستونزو کلونه یادوي.
تېر اوولس کلونه او د افغانستان د رسنیو لاس ته راوړنې او په وړاندې يې ستونزې او ننګونې.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب ټولنه په دغو ټولو کلونو کې د اطلاع رسونې، د حکومت او نړیوالې ټولنې د کارونو په نقد او بررسۍ، زده کړې او په انتخاباتي بهیرونو کې د ګډون لپاره خلکو ته د انګېزې ورکولو په برخه کې د رسنیو رول اغېزمن بولي.
د دغې کمیټې اجرائيه رئیس صدیق الله توحیدي بیا پر دغې لاره او د ولسواکۍ او ټولنیز عدالت د تامین په برخه کې د خبریالانو او رسنیو قربانيو ته هم اشاره کوي:
"د دغه بهیر په جاري ساتلو کې او دا چې ونه درېږي د حکومت په ګډون موږ ټول مسؤلیت لرو، تروریستان غواړي چې د افغانانو غږ غلی شي څو د وحشت او ویرې فضا په ټول هېواد کې خوره شي، خو موږ به په خپلو راپورونو کې د بې طرفۍ اصل په پام کې نیسو، خو هغوی خبریالان مرتد ګڼي او له موږ سره دښمني لري."
د مې د میاشتې درېیمه د مطبوعاتو نړیواله ورځ په افغانستان کې داسې مهال لمانځل کېږي چې د دې هېواد رسنۍ په تېرو څو کلونو کې د سختو ستونزو شاهدې وې.
په افغانستان کې د طالبانو د نظام له سقوط وروسته د موقتې ادارې له رامنځته کېدو سره سم په هېواد کې د بیان د ازادي او رسنیو لپاره نوې پاڼه پرانېستل شوه.
په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو د قانون تصویب او د هېواد په اساسي قانون کې د ازادو رسنیو د فعالیتونو تنظیم لومړني ګامونه وه چې سلګونو رسنیو ته يې د کار دروازه پرانېسته.
خو دا کارونه د خبریالانو د قربانۍ او د رسنیو له ګواښلو څخه هم لرې نه وو.
وروستي کلونه په ځانګړي ډول ۲۰۱۵مېلادي کال د رسنیو د کار پر وړاندې له ګواښه ډک وو.
د افغان خبریالانو له حقونو څخه د دفاع ټولنې، د رسنیو په وړاندې د تروریستي ډلو او د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي کړیو هڅې، د فساد کورنۍ کړۍ، غاصبین، زورواکي او د داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې ګواښونه د بیان د ازادي او مطبوعاتو د غلي کولو پر وړاندې مهم خنډونه بولي.
له دې سره د دولتي بنسټونو او زورواکو لخواد رسنیو ګواښل او معلوماتو ته نه لاس رسی نورې هغه ستونزې دي چې د دغو بنسټونو په باور د خبریالانو او د رسنیو پر کار يي بدې اغیزې کړي دي.
د افغانستان په شمال کې د ښځینه خبریالانو مسؤله ریحانه رسولي د رسنیو په وړاندې د حکومت بې پروايي ته ګوته نیسي وايي:
"دولت د خبریالانو نه سم ملاتړ نه لري، موږ هره ورځ د خپلو همکارانو د قتل شاهدان یو او هره ورځ دا ګواښونه زیاتېږي، که دغه ډول حملې دوام پیدا کړي له شک پرته زموږ په کارونو به منفي تاثیرات ولري."
د رسنیو په وړاندې د ننګونو د ډېرېدو خبرې داسې مهال کېږي چې د خبریالانو د حقونو د دفاع د یو شمېر کمېټو وروستي درې کلونه د رسنیو لپاره تر ټولو خونړي کلونه بللي دي.
په کندهار کې د یو خبریال وژل کېدل، په کابل کې د شش درک په سیمه کې په یو انتحاري حمله کې د ازادي راډيو د درېیو خبریالانو په ګډون د نهه خبریالانو وژنه او په خوست کې د بي بي سي د خبریال ترور هغه پېښې وې چې یوازې په تېره اوونۍ کې رامنځته شوې.
خو د دې ټولو ستونزو په وړاندې د افغان حکومت ځواب څه دی؟
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، حکومت د بیان ازادي لاس ته راوړنو ساتلو ته ژمن دی او د خبریالانو خوندیتوب يې د کارونو په لومړیتوبونو کې راځي.
نوموړي زیاته کړه:
"د بیان ازادي په مسیر کې افغانستان اوږد مزل وهلی دی، اطلاعاتو ته د لاس رسي او د بیان د ازادۍ په برخه کې په ښه وضعیت کې دی، خو لاهم ډېر کار ته اړتیا ده او په دې کې هېڅ شک نشته چې له خلکو د بیان ازادي حق هېڅ څوک نه شي اخیستلای."
په افغانستان کې دا مهال له ۱۲۰۰ څخه زیاتې چاپي، غږیزې او انځوریزې رسنۍ فعالیت کوي.
د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې د شپږ سوو څخه د زیاتو رسنیزو بنسټونو د راجسټر چارې روانې دي، خو د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه مدافع بنسټونه بیا وايي په ولایتونو کې ډېری سیمه ییزې رسنۍ له مالي پلوه له جدي ستونزو سره مخ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرسندویه دفتر یا یوناما بیا ژمنه کوي چې له رسنیو او خبریالانو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
په کابل کې د یوناما استازی رینو دیټل:
"ملګرو ملتونو دا درک کړې چې افغانستان د خبریالانو لپاره د کار کولو خطرناک ځای دی، خو موږ د خبریالانو او رسنیو پر خوندیتوب او د معافیت فرهنګ د لمنځه وړلو په برخه کې ژمن یو."
له دې ټولو سره سره د افغانستان د ملي ژورنالستانو د ټولنې رئیس فهیم دشتي په ټینګار سره وايي، که د رسنیو او خبریالانو په وړاندې ګواښونو او د حکومت بې پرواي پای ته ونه رسېږي نو دغه ګواښونه به لاپسې ډېر شي او راتلونکې کلونه به د رسنیو لپاره ښه کلونه نه وي.
راپور: اکرام الله اکرام