د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

طالبان: په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنې ۶ کسان وژلي


د طالبانو په کنټرول کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د نننۍ چاودنې وروسته امبولانسونه د ټپیانو او مړو د لېږدولو پرمهال لېدل کېږي.
د طالبانو په کنټرول کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د نننۍ چاودنې وروسته امبولانسونه د ټپیانو او مړو د لېږدولو پرمهال لېدل کېږي.

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومنداني وايي، نن په پلازمېنه کې له غرمې وروسته په یوه ځانمرګي برید کې شپږ غیر نظامیان وژل شوي او د درېیو طالبانو په ګډون یو شمېر نور ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د یوې چاودنې په اړه یو عیني شاهد چې د خپل نوم له اخیستلو ډډه کوي، ازادي راډيو ته یې وویل چې چاودنه ډېره قوي وه او شاوخوا ټول خلک یې ووېرول.

هغه زیاتوي: "موږ همدې سیمې ته څېرمه په جومات کې لمونځ کاوه، چې د چاودنې غږ مو واورېد. خلک سخت ووېرېدل، کله چې بهر راووتلو، ومو کتل چې چاودنه شوې وه. ډېر وېرونکی غږ یې و او دا هغه وخت و چې د بهرنیو چارو وزارت او د نورو ادارو کارکوونکي له سیمې تېرېدل."

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومنداني د دې پېښې د تایید ترڅنګ وايي چې دا ځانمرګي برید د دویمې امنیتي حوزې د ملک اصغر په څلورلاري کې یوه امنیتي چک پاینټ ته نېږدې شوی.

کابل لپاره د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه لیکلي پیغام کې ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې ۶ غیرنظامیان وژل شوي او د ۳ طالبانو په ګډون یو شمېر ملکیان ټپیان شوي دي.

ځدراڼ وايي چې بریدکوونکی له حملې مخکې د دوی د امنیتي کسانو له لورې وپېژندل شو، ځانمرګی بریدکوونکی په نښه شو، چې ورسره چاودېدونکو توکو یې چاودنه وکړه.

د طالبانو حکومت په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې دا چاودنه د بهرنیو چارو وزارت د دروازې مخته شوې ده.

سرچینې زیاته کړه چې په دې برید کې د بهرنیو چارو وزارت مخته یو امنیتي چک پاینټ په نښه شوی و.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی اخیستی.

د تېر لمریز کال د جدي په میاشت کې هم د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مخته هغه مهال چاودنه وشوه چې د دې وزارت کارکوونکي له وزارت څخه د وتلو په حال کې وو.

په یاد برید کې چې مسوولیت یې داعش ډلې واخیست، د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ ډیپلوماتان ووژل شول او ۴۰ تنه ټپیان شول.

دا خونړی برید په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما لخوا وغندل شو او د دې ډول پېښو په ډېرېدو یې اندېښنه ښودلې وه.

XS
SM
MD
LG