د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو څرنګوالی د بایډن د کمزوریو یوه بېلګه وبلل شوه


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

واشنګټن ایګزمېنر:

واشنګټن ایګزمېنر خپرونې په خپلې تازه مقاله کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو څرنګوالی د ولسمشر جوبایډن د کمزوریو یوه بېلګه یاده کړې ده.

په مقاله کې د امریکا د استازو جرګې د پخواني مشر نیوټ ګینګریچ په حواله لیکل شوي، له افغانستانه د دوی د ځواکونو د ایستلو څرنګوالي په نړیواله کچه د امریکا اعتبار زیانمن کړی دی.

د خپرونې په لیکنه، ګینګریچ دغه څرګندونې د امریکا د راتلونکو ټاکنو په اړه له یوې امریکایي راډیو سره په یوه بحث کې کړي دي.

امریکا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په وروستیو دوو اونیو کې خپل ټول سرتېري له افغانستانه وایستل چې دا بهیر له ګډوډیو سره مخ و او پر مهال یې د کابل هوایي ډګر مخته یوه خونړۍ چاودنه هم وشوه چې ۱۳ امریکایي سرتېري په کې ووژل شول.

تر دې وړاندې د جوبایډن یوش مېر نورو مخالفانو هم له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په برخه کې د هغه پر تګلارې نیوکه کړې، خو بایډن د خپل دې کار ننګه کړې او په وینا یې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پرېکړه د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال شوې وه چې ده په یو څه ځنډ سره عملي کړه.

ډیلي پاکستان:

ډیلي پاکستان ورځپاڼې کابل ته د اسلام اباد له خوا د خپل لوړپوړي ډيپلومات عبیدالرحمان نظاماني په بیا استولو یوه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، په کابل کې د داعش له خوا د پاکستان د سفارت د شارژدافېر نظاماني د ترور تر هڅې څلور میاشتې وروسته اسلام اباد بېرته کابل ته خپل دغه استازی استوي.

د ډیلي پاکستان په لیکنه، دا پرېکړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري او د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي د وروستۍ ټیلیفوني مکالمې پر مهال شوې.

په کابل کې د پاکستان پر شارژدافېر عبیدالرحمان نظاماني د تېر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په دویمه نېټه ډزې وشوې چې نوموړی ترې روغ ووت، خو یو ساتونکی یې ټپي شو.

تر دې پېښې وروسته پاکستان له کابله خپل دغه ډيپلومات تخلیه کړ او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل چې پېښه وڅېړي او د سفارت د امنیت چارې پیاوړې کړي.

د هغه برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې ومانه.

پاکستان داسې مهال افغانستان ته خپل ډيپلومات رالېږي چې په کابل او څو نورو ولایتونو کې د پاکستان کونسلي چارې ټکنۍ او خلک د پاکستان د ویزو په برخه کې ګڼې ستونزې ګالي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG