د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

د خبریالانو مرکز: د افغان خبریالانو پر وړاندې ۶۴ سلنه تاوتریخوالی زیات شوی


په بلخ کې د تبیان په فرهنګي مرکې کې د شوې چاودنې له کبله یو شمېر ژورنالیستانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
په بلخ کې د تبیان په فرهنګي مرکې کې د شوې چاودنې له کبله یو شمېر ژورنالیستانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مې میاشتې د درېيمې نېټې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، په یوه راپور کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۶۴ سلنه زیاتېدو او دغه شان پر رسنیو د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

يوه خبرياله چې د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي، ادعا کوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې يې د کار ساحه محدوده شوې ده.

هغه وايي چې ځينې رسنۍ پخپله خپل موضوعات سانسوروي.

دا خبرياله وايي: "که خپرونه وي او يا هم خبري خپرونې، راپورونه او يا هم ښوونیز پروګرامونه، ټولې خپرونې سانسورېږي، ځينې رسنۍ يې له وېرې سانسوروي او ځينې هم حکومت ورباندې تحميلوي."

په افغانستان کې يوه بله خبرياله چې دا هم نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخیستل شي وايي، اوس په افغانستان کې د بيان ازادي لکه څنګه چې بايد وي، نه‌شته.

دا ادعا کوي چې د طالبانو حکومت، رسنيو ته يوه ډارونکې کاري فضا جوړه کړې ده.

نوموړې وايي: "د طالبانو استخباراتو، په رسنيو کې خبريالانو ته د کار فضا ډېره محدوده او ډارونکې کړې ده، نوي قوانين يې رسنيو لپاره وضع کړي دي، شکنجې او نيول چې هره ورځ خبريالان ورسره مخ کېږي، د دې خبرې ښکارندويي کوي چې اوسمهال په هېواد کې د بيان ازادي نه‌شته او خبريالانو ته يې د کار ساحه څومره محدوده کړې ده."

دغه شان يو بل خبريال چې دا هم د ورته دليلونو له امله نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي وايي، اطلاعاتو ته نه لاسرسی هم يو له هغه ستونزو دی چې په افغانستان کې خبريالان ورسره مخ دي.

دا خبريال وايي: "بې له شکه، اوسمهال په افغانستان کې د بيان ازادي پيکه شوې او تهديدونه ور روان دي. د اسلامي امارت په راتلو، دولتي وياندويان لکه څنګه چې لازم ده او د دوی رسمي مسووليت دی، موضوعات په وخت د رسنيو له کارکوونکو سره نه شريکوي. دغه شان په رسنيو کې د ښځو کم‌رنګه حضور او يا نشتون هغه لویه ننګونه ده چې د رسنيو همکاران ورسره لاس او ګرېوان دي، په همدې توګه اقتصادي ستونزو هم پر رسنيو فشار راوستی."

د پژواک خبري اژانس مسوول دانش کړوخېل هم ازادي راډيو ته وويل، اطلاعاتو ته محدود لاسرسی او په افغانستان کې د خپلواکو راپورنو لپاره د لازمې فضا نشتون، د افغانستان د رسنيو عمده ستونزې دي.

کړوخېل وايي: "په ډېری مواردو کې کله چې د اوسنۍ حاکمې ادارې پاليسي روښانه نه وي، له ننګونو او تهديدونو سره مخ وو، خو له نېکه‌مرغه دواړو خواو واکمنې ادارې او په خپله رسنيو، خپله کاري کړنلاره موندلې او په پر بنسټ خپروني جوړوي، خو دا په دې معنا نه‌ده چې په افغانستان کې د خپلواکو راپورنو د جوړولو لپاره فضا موجوده ده."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خبريالانو مرکز د يوه راپور په خپرولو سره، د تاوتريخوالي له زیاتېدو د رسنيو د ازادۍ د نقض او دغه شان د خبريالانو د ګواښلو او نيولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه مرکز په یوه راپور کې چې د ثور په ۱۲مه د مې مياشتې د درېيمې نېټې د رسنيو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی ويلي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی، ګواښونه او نیول د تېرې همدې مودې په پرتله ۶۴ سلنه زیات شوي دي.

د ياد مرکز د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال له مې څخه تر ۲۰۲۳ کال مې مياشتې پورې په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي، ګواښونو او نیول کېدو ۲۱۳ پېښې ثبت شوي چې له هغه مخکې په ۱۲ میاشتو کې ۱۳۰ پېښې وې.

د افغانستان خبریالانو مرکز دغه شان په خپل نوي راپور کې لیکلي، د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې د تبیان پر مرکز له برید پرته، د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي نورې پېښې د طالبانو د حکومت او د دوی پورې د اړوندو کسانو له‌خوا ترسره شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د تبیان په مرکز کې پر خبریالانو په برید کې یو خبریال وژل شوی او ۲۱ نور خبریالان ټپیان شوي، چې د بريد مسوولیت یې داعش ډلې منلی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز لیکي چې له دوی سره د نورو ثبت شویو قضیو تر څنګ ۶ د فزیکي تاوتریخوالي ، ۱۱۵د ګواښ قضیې او ۷۰ د خبریالانو د نیولو قضیې هم ثبت دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د اړيکو او عدالت غوښتنې کمېتې مسووله سميه ولي‌زاده
د افغانستان د خبريالانو مرکز د اړيکو او عدالت غوښتنې کمېتې مسووله سميه ولي‌زاده

د افغانستان د خبريالانو مرکز د اړيکو او عدالت غوښتنې کمېتې مسوولې سميې ولي‌زاده ازادي راډيو ته وويل: "د طالبانو له‌خوا پر رسنيو ډېر محدوديتونه لګول شوي دي او دا محدودیتونه د رسنیو د قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق له قانون سره په ټکر کې دي، د افغانستان د خبریالانو مرکز پر رسنیو د بندیزونو له زیاتوالي او د خبريالانو د فعاليت له امله اندېښمن دی."

خو د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د دې ادعاو په ردولو سره ازادي راډيو ته وويل: "رسنۍ په ټولو برخو کې د خبرو او راپور ورکولو لپاره ازادې دي او نه ګواښل کېږي، خو د قوانينو په برخه کې بايد د یو هېواد قوانین مراعات شي، موږ له رسنیو څخه دا غواړو چې تل په خپلو راپورونو کې له بې طرفۍ څخه کار واخلي او باید د خبرونو په واقعیت باندې ډېر تمرکز وکړي، هغه څه چې دوی يې وايي باید رښتیا وي."

د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد

د راپورونو له مخې دا مهال د مرتضی بهبودي او خیرالله پرهر په نومونو دوه خبریالان د طالبانو په زندان کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل راپور کې دا هم ویلي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري مياشتې پر ۲۴مه د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته، په افغانستان کې د ۶۰۰ فعالو رسنیو څخه نیمايي یې د طالبانو حکومت له‌خوا د لګول شویو کاري محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.

راپور - ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG