د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

میلیټري نیوز: افغانستان یوځل بیا د تروریزم په نړیوال ډګر بدلېږي


په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای د طالبانو د عملیاتو انځور - 14 February 2023
په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای د طالبانو د عملیاتو انځور - 14 February 2023

ټایمز آف سان دییګو:

په کلیفورنیا کې چاپېدونکې ټایمز آف سان دییګو ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د هغو کډوالو په اړه چې د مکسیکو په سرحد کې را ټول شوي دي یو مطلب خپور کړی.

دا کډوال غواړي چې په متحدوایالتونو کې د کډوالو لپاره د کرونا د وبا د مهال د یوه قانون د اعتبار د مودې د پای ته رسېدو له فرصت څخه ګټه واخلي او امریکا ته ولاړ شي.

د دې قانون موده د جمعې په ورځ پای ته ورسېده چې ورسره د متحدوایالتونو په سرحدونو کې د لسګونه زرګونه کډوالو برخلیک هم له یوه مبهم حالت سره مخامخ شو.

دې قانون سرحدي ساتونکو ته د هغو غیرقانوني کډوالو د مخنیوي اجازه ورکوله چې له افغانستان او نورو بې‌وزلو هېوادو څخه د یوه ښه ژوند په هیله امریکا ته ځي.

ټایمز آف سان دییګو لیکي، دا کډوال چې د نړۍ له بېلابېلو برخو د یوه سوکاله ژوند په هیله امریکا ته روان شوي، د داسې ناولي وضعیت په لومه کې ګیر شوي چې د منزل په درشل کې له ناامېدۍ سره مخامخ دي.

ورځپاڼه د حشمت‌الله حبیبي په نوم د هغه افغان خبرې رااخیستې دي چې وايي، ځکه امریکا ته راروان شو چې نه شوای یې کولای کرار په کور کېني او په هېواد کې د وضعیت ښېه کېدو ته انتظار وکړي، خو حشمت‌الله زیاتوي چې ده د داسې یوه حالت تمه نه درلوده چې د یوې ژورې درې په تل کې به بند پاتې کېږي او په داسې حال کې چې ناروغه خور ورسره ده، د شپږو ورځو لپاره به بې حمامه او پاکو جامو تېروي.

ټایمز آف سان دییګو ورځپاڼه د حشمت‌الله له قوله زیاتوي چې وايي، دی هیله لري او دعاوې کوي چې امریکایان به دننه امریکا ته د تلو اجازه ورکړي او که دا کار ونه کړي نو د ده د او د ده د کورنۍ راتلونکې به تیاره وي ځکه د ده په وینا دی له یوه تیاره ځایه هلته راغلی دی.

میلیټري نیوز:

میلیټري نیوز خپرونې منځني ختیځ او په ځانګړي ډول افغانستان ته د اسلامي دولت ډلې داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو د غځېدو په اړه یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې ډلې په اړه خبرداری ورکړی دی او د هغې مشران یې مخکې لوی تروریستان بللي دي.

میلیټري نیوز زیاتوي چې جګپوړو امریکايي جنرالانو په تېرو څو کلونو کې ویل چې دا ډله باید له منځه یووړل شي او اوس اوس د امریکايانو په ذهنونو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډوډۍ کې د کابل د هوايي ډګر د ځان وژونکي برید د مسوولیت ادعا ګرځي چې دې ډلې ومانه. په دې حمله کې لږترلږه ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

خپرونه زیاتوي چې د دې برید د مسوولیت منلو، دې سیمې ته د کړکېچ په نوي پړاو کې پاملرنه واړوله.

میلیټري نیوز لیکي چې د واشنګټن پوست ورځپاڼې خبریال ډان لاموتې د امریکا له هغو اسنادو پرته پورته کړې چې ښيي افغانستان یوځل بیا د تروریزم په نړیوال ډګر بدلېږي، خو دا ځل د داعش ډلې د خراسان څانګې په وسیله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG