د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

ځینې کارپوهان: داعش په بریدونو کې د طالبانو له پخوانیو تکتیکونو کار اخلي


په بدخشان کې د جومات دننه له چاودنې وروسته امبولانس د پېښې ټپیان ته لېږدوي.
په بدخشان کې د جومات دننه له چاودنې وروسته امبولانس د پېښې ټپیان ته لېږدوي.

مېل انلاین:

مېل انلاین بریتانیایي خپرونې په بدخشان کې وروستیو چاودنو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، پرون د بدخشان د سرپرست او مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې چاودنې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ګډون یو شمېر کسان ووژل او ټپیان کړل.

نثار احمد احمدي تر پرونۍ چاودنې دوه ورځې وړاندې د هغه پر موټر د شوې چاودنې له کبله وژل شوی و.

پر نثار احمد احمدي د شوي برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې منلی دی.

په تېره ډسمبر میاشت کې د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومندان هم دندې ته د تګ پر مهال یوې چاودنه کې ووژل شو چې مسوولیت یې داعش ومانه.

طالبان تل هڅه کوي چې د داعش له لوري ګواښونه کم ارزښته وښيي، خو ځینې کارپوهان په دې نظر دي چې دغه ګواښونه باید جدي وګڼل شي، ځکه د دوی په باور داعش په بریدونو کې له هغو تکتیکونو کار اخلي چې پخوا طالبانو ترې کار اخیسته.

ډیجیټل ژورنال:

ډیجیټل ژورنال په یوه مقاله کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف هغو اندېښنو ته کتنه کړې چې افغانستان کې یې د تعلیم بهیر ته څرګندې کړي دي.

یونېسف ویلي، هغو راپورونو اندېښمن کړي چې طالبان غواړي نړیوال سازمانونه او بنسټونه په افغانستان کې له تعلیمي بهیره وباسي او د ځینو نړیوالو موسسو فعالیتونه محلي موسسو ته ولېږدوي.

یونېسف ویلي، که دغه اقدام عملي شي، ممکن په افغانستان کې د دوی زرګونه محلي ټولګي بند او له کبله یې پنځه لکه وړې نجونې او هلکان له زده کړو بې برخې شي.

یونېسف د پنځلسو افغان موسسو او دولسو نړیوالو سازمانونو په ملګرتیا په افغانستان کې ۲۱ زره ټولنیز ټولګي لري چې اکثره په لرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي.

طالبانو تراوسه د یونېسف پر اندېښنو رسمي تبصره نه ده کړې، خو څو میاشتې وړاندې یې هلمند او کندهار کې د سلګونه دغه ډول ټولګیو فعالیتونه وځنډول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG