د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

رسنۍ: د طالبانو په بیا واکمنېدو سره کندهار ډېر سیاسي اهمیت پیدا کړی


د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د طالبانو رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند سره د کتنې پرمهال. 12.05.2023
د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د طالبانو رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند سره د کتنې پرمهال. 12.05.2023

میډل ایسټ مانیټر:

میډل ایسټ مانیټر خپرونې په کندهار کې له طالب چارواکو سره د قطر د صدراعظم د کتنې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دې خپرونې، چې په بریتانیا کې خپرېږي، د جمعې په ورځ کندهار ته د قطر د صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر محمدبن عبدالرحمان الثاني سفر ته په اشارې د کندهار اهمیت ته پام کړی او لیکلي یې دي چې دغه ښار د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زیات سیاسي اهمیت پیدا کړی ځکه چې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده هلته اوسي او د طالبانو د حکومت اکثره مهمې برېکړې په دغه ښار کې کېږي.

په وروستیو کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد دفتر هم کندهار ته انتقال شو.

د قطر صدراعظم او د باندنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په کندهار کې د طالبانو له ريیس الوزرا سره وکتل.

د طالبانو د حکومت د ویندوی ذبیح الله مجاهد په وینا په دې کتنه کې د دوو هیوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا او په بیلابیلو برخو کې د همکاریو پر زیاتېدا خبرې وشوې.

د میډل ایسټ مانیټر خپرونې پر اساس، کندهار ته د قطر د صدراعظم سفر له دې نظره د پام وړ دی چې دغه هېواد د امریکا او طالبانو او دغه راز د افغانستان د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه و او طالبانو په‌کې سیاسي دفتر پرانیستی و.

میلیټري ټایمز:

میلیټري ټایمز امریکايي ورځپاڼې بیا په دې موضوع لیکنه خپره کړې چې امریکا له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو وروسته له بهره په دغه هېواد کې هوايي برید نه‌دی کړی.

ورځپاڼه وايي، د ۲۰۲۱ په دوبي کې له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو وروسته پنټاګون یا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت له ګڼو داسې پوښتنو سره مخامخ شو چې د ځواک له ایستلو وروسته به په څه ډول په دغه هېواد کې د تروریستانو د روزل کېدو او د هغسې بلې حملې مخه نیسي چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر په یوولسمه په امریکا کې وشوه.

ورځپاڼه زیاتوي، د بایډن حکومت د دې ډول پوښتنو په ځواب کې بیا بیا وویل چې دوی له بهره هم استخباراتي معلومات ترلاسه کولی او پر تروریستانو بریدونه کولی شي، خو دا دی له هغه مهاله نږدې دی چې دوه کاله پوره شي مګر د امریکا د پوځ مشران تاییدوي چې د دې ډول بریدونو لپاره کافي امکانات نه‌لري.

حال دا دی چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د پنټاګون ویندوی جان کربي په ټینګار وویل چې دوی له بهره تروریستان ویشتلی شي.

میلیټري ټایمز وايي، امریکايي قوماندانان د افغانستان له درکه ډېر مطمین نه ښکاري، په تېره بیا د داعش د فعالیت په خاطر.

د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان جنرال ایریک کریلا په مارچ میاشت کې د کانګرېس غړیو ته وویل چې د ده قوماندانان اټکل کوي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې ښايي داعش له افغانستانه دباندې د حملو وس ومومي او د امریکا او لوېدیځوالو پر ضد عملیات وکړي.

XS
SM
MD
LG